لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان صدر په پټو پیسو اؤ اثاثو د رعایتي ټیکسونو قانون لاسلیک کړو


دمخالفو ډلو دسخت غبرګون باوجود دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د پټو پنګو ښکاره کولو اؤ قانوني کولو په اړوند دټیکس ایمنسټي اسکیم په قانون ۲۰۱۹ لاسلیک کړی دی.

ددې قانون دلارې به اوس هر پاکستانی کولی شي خپلې پټې اثاثې اؤ پیسې په ډاګه کړي رعایتي ټیکسونه پرې ورکړي اؤ دغسې خپلې پنګې قانوني کړي.

دپاکستان مرکزي کابېنې تیره ورځ ددغه اسیکم منظوري ورکړې وه خو اپوزیشن پرې سختې نیوکې کړې وې .

پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي وؤ چې کله دنوازشریف په تیر حکومت کې همدغسې ایمنسټي اسیکم اعلان شوی ؤ نو عمران خان یې مخالفت کولو اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ چې دا غلو اؤ لوټمارو ته دخپلو ناجائزه پیسو صفا کولو دپاره لاره ورکول کیږي خو اوس چې پخپله همدغسې کوي نو دا ورته سم کار ښکاري.

پاکستان کې به په پنګو د رعایتي ټيکسونه دا اسیکم د تیرکال د۳۰م جون نه پځائ ګڼل کیږي.

داسکیم په اساس به دهیواد دننه په جائیداد څلور فیصده ټیکس ورکول وي اؤ جرمانې په ورکولو سره د۳۰م جون ۲۰۲۰م پورې ددې اسیکم نه خلک استفاده کولی شي.

خو په اسکیم کې داخبره هم واضحه کړل شوې چې هرڅوک له دې ګټه اخستل غواړي هغوئ ته به د روان کال جون پورې خپلې پټې اثاثې اؤ‌ پېسې ښودل وي.

په اسلام اباد کې د نهې په ورځ د وفاقي کابینې د منظورۍ وروسته د وزیراعظم د خزانې سلاکار عبدالحفیظ شېخ د نوي سکیم په اړه خبري غونډې ته ویلي وؤ " د سکیم مقصد هغه پټو اثاثو او پېسو ته قانوني حېثیت ورکول دي چې د حکومتي ادارو له نظره بچ پاتې دي او ټېکس پرې نه دی ورکړی شوی"

خو د اقتصادي چارو خبریال فدا حسېن دنهې په ورځ‌ وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ چې د دې اسیکم نه به حکومت ته څه ډېره ګټه ونه شي ځکه چې دا وخت حکومت د احتساب کوم عمل پېل کړی دی د هغې نه په خلکو کې ویره موجود ده اوهغوي به دباورۍ په ماحول کې خپلې اثاثې ښکاره نه کړي.

فدا حسېن ویلي وؤ چې د داسې منصوبو نه اکثره هم هغه خلک گټې پورته کوي چې په غېر قانونی توګه یې جایدادونه جوړ کړي وي او دا زیاتره هم هغه خلک وي چې د وړاندې نه ټېکسونه ورکوي خو بیا یې ځینې اثاثې پټې ساتلی وي.

دفدا حسین په اند دا مشکله ښکاري چې حکومت به د ټېکس د رعایتي سکیم نه مطلوبه اهداف ترلاسه کولو کې کامیابي ومومي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG