لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې ډالر نور ګران شوی، د ونډو بازار هم غورځېدلی


د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې ډالر يو ځل بيا ګران شوی او ويل کيږي دا د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی او د يو ډالر بيعه دا وخت ۱۴۸ روپۍ ده.

د پاکستان په سرکاري يا انټر بېنک کې پرون د شورو، چارشنبې په ورځ د يو ډالر بيعه ۱۴۱ روپۍ او ۵۰ پېسې او نن د زيارت په ورځ پکې شپږ روپۍ او ۵۰ پېسې نور سېوا والی راغلی او یو ډالر ۱۴۸ روپو ته رسېدلی دی.

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې د ډالر قدر په داسې حال کې سېوا شوی چې پرون د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د ډالر د قابو کولو دپاره يوه کمېټي هم جوړه کړې ده.

په پاکستان کې د بهرنيو پېسو د بدلوؤنکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي چې په مارکيټ کې د ډالر بره ښکته تلل د رسد او طلب سره تعلق ساتي او دا چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د لوظنامې وروسته دا ويره څرګنده شوې چې د روان کال دسمبر ۲۰۱۹ پورې به د روپۍ قدر د ۱۵ نه تر ۲۰ فيصده پورې نور راکم شي.

يو شخصي ټيلي ويژن (جيو) سره په خبرو کې هغه وويل په مارکیټ کې د ډالر کمی دی او طلب يې سېوا دی او نېغ په نېغه اثر يې د روپۍ په قدر کمېدو پریووځي.

هغه وويل پرون په انټربېنک کې د ډالر بيعه ۱۴۱ روپۍ او ۵۰ پېسې وه خو نن دغه بيعه ۱۴۸ ته روپو ته رسېدلې ده.

د بوستان په وېنا د پاکستان د بهرنۍ زر مبادله ذخيره کمه ده او دا به د وخت نه وړاندې وېنا وي چې کله به حالات سم شي.

هغه زياته کړه په راتلونکو دوه کلونو کې پاکستان له ۳۷ اربه ډالره قرضې بيرته ورکول دي، د هغې وروسته هيله څرګنديږي چې حالات قابو شي.

ځينې اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې د ايي اېم اېف سره د قرض يا پور په سر شوي ټول شرطونه لا ډېر په ډاګه نه دي او د دغو شرطونو په څرګند ډول ښکاره کېدو پورې د پانګه والو اعتماد نه په ځای کېږي.

داسې هم ويل شوي ؤ چې د ايي اېم اېف نه د پور اخيستو په شرطونو کې پاکستان منلې وه چې روپۍ به په پرانستي مارکيټ کې ازاده پرېږدي.

د اقتصادي چارو کار پوهه ډاکټر معراج الحق وايي چې د روپۍ د قدر د کمي نېغ په نېغه اثر به د پاکستان د وارداتو يا درامداتو په بيعو وي او د هغې قيمتونه به زیات شي او د وارداتو په سر به زياتې پېسې ورکول کيږي.

په پاکستان کې د بهرنيو پېسو د بدلوؤنکو د اتحاديې ظفر پراچه وي او ای ته ویلي څو پورې چې د ايي اېم اېف سره د لوظنامې جزيات په څرګند ډول مخې ته نه وي راغلي په مارکيټ کې به هم دغه ډور اوازې موجودې وي او ډالر نور ګرانېدی شي.

د ډالر د قدر سېوا کېدو سره د پاکستان د ونډو بازار هم راغورځېدلی او دا وخت ۳۱۴ پوائنټونه کم روان دی.

د ايي اېم اېف سره د لوظنامې وروسته د ونډو بازار د تېرو درېو ورځو راهسې مخ په ټيټه دی.

XS
SM
MD
LG