لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهد اپریدی څنګه یو هلک تر اوږدې مودې په ځان دجینۍ په نوم تیرویستلی ؤ؟


دپاکستان دکرکټ پخوانی مشر یا کپتان شاهد اپریدی خو هسې خلک له خویه دومره تریخ یادوي چې وایي که ډیرې جینکۍ پرې مئینې دي خو هیڅوک زړه نه شي ښه کولی چې دهغه خواته هم ورنزدې شي .

ولې هم دغه تریخ خویه شاهد اپریدی بیا یو هلک تر اوږدې مودې د جینۍ په نوم دهوکه کړی اؤ تر ساعتونو،ساعتونو اوږدې خبرې یې ورسره په ټیلي فون کړي دي.

شاهد اپریدي دپاکستان یو شخصي ټيلی ویژن سره دخپل کتاب ګیم چینجر په اړوند دخبرو په مهال خپله یوه خوندروه خاطره بیان کړې اؤ خلکو ته یې ښکاره کړې چې څرنګه هغه تر اوږدې مودې یو هلک دجینۍ په نوم دهوکه کړی ؤ.

شاهد اپریدی دغه کیسه داسې بیانوي چې کله دموبائیل فونونو زیات رواج نه ؤ اؤ یو ټیلي فوني کال به ډير په ګران نرخ تمامیدلو نو هغه وخت به ده سره یوې جینۍ په فون په ساعتونو اوږدې خبرې کولې.

هغه وایي دغه وخت دی هم هلک ؤ واده یې نه ؤ کړی نو بس دغه جینۍ سره به یې ښې په خلاص مټ خبرې کولې اؤ بیا یې یو ځل داختر په ورځ کور ته هم راوبلله ترڅو دخپل مور اؤ سره یې لیدنه وکړي.

هغه وایي کله چې داختر ورځ راغله،اؤ هغه دخپلې میلمنې د رادننه کولو دپاره دروازې ته ور ووتلو نو څه ګوري چې د دروازې مخې ته یې یو هلک د ګلاب ګل په لاس کې نیولی اؤ ولاړ دی اؤ ده ته وایي چې “صېبه هغه زه وم چې تاسره به مې دجینکو په غږ خبرې کولې”

شاهد اپریدی وایي چې وروسته یې بیا دغه هلک خپل ملګری کړو اؤ دکرکټ نورو لوبغاړو اؤ خپلو ملګرو ته به یې هم پرې فونونه کول اؤ هغوئ به یې پرې تیر ویستل .

دشاهد اپریدي وینا ده خپل ځېنې ملګري خو یې په دغه هلک تر دې حده تیرویستلي وؤ چې هغه ته یې د واده ستونه هم کړي وؤ.

دپاکستان د کرکټ د قامي لوبډلې پخواني مشر شاهد اپریدي پخپله دې مرکه کې په کال ۲۰۰۹م کې دکرکټ دنړیوالو سیالیو په مهال دځېنو لوبغاړو د درغلۍ کیسه هم کړ اؤ ویلي یې دي په درغلۍ سزاوار شوي دغه لوبغاړي دا ګڼي چې ګنې هغوئ ده په لومه کې را ګیر کړي وؤ اؤ دده په وجه یې دکرکټ کیرئیر ختم شو خو هغه په دې کې لاس نه لري.

ښاغلي اپریدي ویلي په کال ۲۰۰۹کې په کرکټ کې د درغلۍ دپېښې مخې ته له راتلو وړاندې هغه له دې هرڅه خبر شوی ؤ اؤ کوچ وقار یونس اؤ د ټیم منیجر یاور سعید ته یې هم دا هرڅه له غوږونو تیر کړي وؤ.

په کال ۲۰۰۹م کې دپاکستان دکرکټ درې لوبغاړي کپتان سلمان بټ،محمد اصف اؤ محمد عامر د مظهر مجید نومې یو تن سره دسازباز له لارې لوبه کې په درغلۍ تورن کړل شوي اؤ نیول شوي وؤ چې بیا زندان ته له اچول کیدو سره سره دکرکټ له لوبې هم ویستل شوي وؤ.

شاهد اپریدي ویلي دمظهر مجید زوئ نه موبائیل‌ په اوبو کې غورځیدلی ؤ اؤ هغه چې کوم دوکان ته خپل موبائیل دسمولو دپاره وړی ؤ دغه دوکاندار دهغه(شاهد اپریدي) پیژندګلو ؤ اؤ دهمدغه لارې ورته د مظهر مجید اؤ څو لوبغاړو ترمینځ دتبادله شوؤ پټو پېغامونو د لوستلو موقعه په لاس ورغلې وه.

هغه وویل د مظهر مجید د زوئ په دغه موبائیل کې په انګلینډ کې د ترسره شوؤ نړیوالو ټي ۲۰سیالیو په مهال د شوؤ خبرو ریکارډ موجود ؤ اؤ دغه ریکارډ چې کله ده ته په لاس ورغلو نو باور یې یې نه کیدلو چې دا لوبغاړي داسې هم کولی شي؟

دشاهد اپریدي په وینا “دا ټول لوبغادي زما د روڼو په څېر وؤ اؤ ما فکر کولو چې دا دوئ په کومو لارو سر شوي دي.دوئ ته خو دکرکټ‌ په سیالیو ښې درنې پیسې ورکړل کیږي”

شاهد اپریدی وایي کله چې یې هاغه وخت ددغه ټولې معاملې نه کوچ وقار یونس اؤ د انتظامیه خبر کړه نو انتظامیې ورته ډیر حیرانوونکی ځواب ورکړو چې” زویه نو مونږ څه کولی شو”

هغه وویل په درغلۍ سزا وار شوي دا لوبغاړي ګڼي چې ګنې دده په وجه لومه کې ونښتل خو هغه وایي چې دغه هرڅه هغه نیوز اف دي ورلډ ته نه بلکې د هغه یو ملګري ورته ورکړي وؤ.

هغه وایي چې کله دا معامله مخې ته راغلې وه نو دهغې نه وروستو سلمان بټ قسمونه خوړل چې دا جرم هغه نه دی کړی خو عامر سمدستي منلې وه چې له هغه ډيره لویه تیروتنه شوې ده اؤ همدغه وجه ده چې عامر په هغه ګران دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG