لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان:دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې نهه وسله وال وژل شوي


دپاکستان امنیتي ځواکونه وایي دبلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې یې د یوې ناچله ګرځول شوې ډلې د وسله والو په ضد عملیات کړي چې پکې نهه وسله وال وژل شوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د یو امنیتي چارواکي له خولې ویلي چې دغه عملیات تیره ورځ د مستونګ په قابو مهران سیمه کې شوی چې پکې دترهګرۍ دمخنیوي د محکمې پولیسو اؤ امنیتي عسکرو برخه لرله.

هغه ویلي چې دعملیاتو په مهال ډزو کې یو عسکر هم ژوبل شوي چې د درملنې دپاره نزدې روغتون ته رسول شوی دی.

دغه امنیتي چارواکي دعوه کړې چې د عملیاتو په مهال د ترهګرو نه درنې اؤ سپکې وسلې هم ترلاسه شوي دي.

مستونګ دبلوچستان ایالت هغه سیمه ګڼل کیږي چې پکې بیلتون غوښتونکي وسله وال زیات فعال دي اؤ زیاتره مهال دغلته په امنیتی ځواکونو بریدونه کیږي.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا په بلوچستان ایالت کې دتندلارو اؤ بیلتون غوښتونکو ډلو په فعالیتونو اؤ بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې اؤ درې ورځې وړاندې دکوټې په سټلائت ټاون سیمه کې د پولیسو په یو ګاډي چاودنه کې پینځه پولیس وژل شوي وؤ.

تر دې وړاندې تیره میاشت د مکران په کوسټل هائی وی وسله والو ۱۴کسان له بسونو راکوز کړي اؤ وژلی وؤ چې زیات شمیر پکې د سمندري ځواک د عسکرو ؤ.

همدغه شان تیره اوونۍ د کوټې په هزار ګنجي سیمه کې د سبزیانو په یوه مندۍ کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG