لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند:دبهرنیو ځواکونو بمبارۍ کې دګڼ شمیر افغان پولیسو د وژل کیدو دعوې شوي


افغان چارواکي وایي دهلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې دطالبانو سره نښته اؤ هوایي برید کې یو شمیر افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو طالبانو دعوه کړې ده چې ۳۵عسکر د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

دهلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ اشنا ته ویلي دغه پېښه تیره شپه دلښکر ګاه ښار سره نزدې د خاورو په امنیتي پوسته سیمه کې رامینځته شوې ده.

هغه ویلي طالبانو دغلته دامنیتي ځواکونو په یو مرکز برید کړی ؤ اؤ نور پولیس سیمې ته دمرستې دپاره روان ؤ چې په لاره کې پرې شوی.

نوموړي منلې چې په سیمه کې هوایي برید هم شوی اؤ په نښته اؤ هوایي برید کې ګڼ شمیر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقیقه شمیره یې نه ده ښودلې.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمی په فیس بک لیکلي چې طالبانو سیمه کې به امنیتي پوسته برید کړی خو امنیتي ځواکونو اؤ دغوڅ ملاتړ دماموریت الوتکو په طالبانو هوایي بریدونه کړي اؤ هغوئ ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

رحیمې منلې چې په دغه نښته کې اته افغان پولیس وژل شوي اؤ ۱۱ نور ژوبل شوي خو طالبان د وژل شوؤ پولیسو شمیره ۳۵ ښایي اؤ دعوه کوي چې دوئ د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې میشت بهرنیو ځواکونو لا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دطالبانو ویاند قاري یوسف مطبوعاتو ته په لیږلي یو بیان کې دعوه کړې چې دبهرنیو ځواکونو په بمبار کې څلور قوماندانان هم وژل شوي اؤ دهغوئ نومونه یې حاجي ګران حبیب،غلام سعید ،قلندر ماما اؤ جان ماما ښودلي.

خو د هلمند د والي ویاند وایي چې سیمه کې یو نظامي پلاوی په دې معلومولو بوخت دی چې ایا افغان پولیسو ته مرګ ژوبله طالبانو سره نښته کې هوایي بمبار کې رسیدلې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG