لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: پاکستانۍ لوبډلې پرله پسې په درېمه سيالۍ کې د انګلېنډ نه  ماتې خوړلې


د پاکستان کرکټ لوبډلې باوجود د ډېرو رنزونو جوړلو د انګلېنډ د لوبډلې څخه ماتې خوړلې او دا د پاکستان لوبډلې پرله پسې درېمه سيالي ده چې په انګلېنډ يې بايلي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د پينځه يو ورځنيو سيالیو د څلورمې سیالۍ پچه، ټاس د انګلېنډ لوبډلې ګټلی او لومړی بېټنګ يې پاکستان ته ورکړی ؤ.

پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې په اووه لوبغاړو اؤټ کېدو ۳۴۰ رنزونه جوړ کړي چې پکې د بابر اعظم ۱۱۵ رنزونه شامل وو.

خو د انګلېنډ کوربه لوبډلې ټاکلی هدف په وروستي اوور کې په اووه لوبغاړو سوځېدو ترسره کړو او سيالي يې په درېو وکټو وګټله.

د انګلېنډ لوبډلې له دې وړاندې په دوه سياليو کې مخالفه لوبډلې ته ماتې ورکړې او په پينځه يو ورځنيو سياليو کې يې د درېو د ګټلو سره سيريز هم په خپل نوم کړو.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد ويلي په لوبه کې يې فيلډنګ ښه نه ؤ ځکه د ناکامۍ سره مخ شوي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ سيالي د باران له امله نه وه شوې. او وروستۍ او پينځمه سیالي په ۱۹ مې ټاکل شوې ده.

پاکستانۍ لوبډلې تازه ماتې په داسې حال کې خوړلي چې د کال ۲۰۱۹م نړیوال کپ د دروانې مياشتې د ۳۰ نېټې څخه پېل کيږي.

د پاکستان لوبډله به په نړيوال کې خپله لومړۍ سیالي د مې په ۳۱م نېټه د وييسټ انډیز سره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG