لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ثنا اعجاز ته د مرګ ګواښونه څوک، او ولې کوي؟


ثنا اعجاز په کراچۍ کې د پي ټي اېم د جلسې په سټېج
ثنا اعجاز په کراچۍ کې د پي ټي اېم د جلسې په سټېج

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښه فعاله مشره ثنا اعجاز وايي ګواښ ورته شوی چې "تا خپل ټول حدونه کراس کړي او د سرې کرښې اوړېدلې يې او نور دې وخت دې پوره دی".

اغلې ثنا اعجاز وايي د روانې مياشتې په شپږمه نېټه هغې ته په ټيليفون ګواښ شوی او د ټيليفون کوډ د برتانيې ؤ خو نمبرې يې بدلې وې.

وايي په ټيليفون ورته ويل شوي چې د هغې هيڅ هم د معاف کولو نه دي خو په وروستيو کې د مومندو ضلعې په پېښه کې چې هغې کوم رول لوبولی هغه د معاف کولو نه دی.

د مومندو پېښه

د روانې مياشتې مې په لمړۍ نېټه په مومندو قبايلي ضلعه کې يوه پېښه رامنځته شوې او يوې مېرمن ادعا کړې وه چې د خپل عزت ساتلو په خاطر يې د شپې په مهال يو امنيتي سرتېری چې په هغې پسې کور ته ننوتی، وژلی ؤ او د دغه پېښې په تړاؤ بيا احتجاجي مظاهرې هم شوې وې.

ثنا اعجاز بيا د نورو ښځينه ملګرو سره مومندو ته ورغلې او د دغه مېرمن سره يې ليدلي وو.

وي او ای ډیوه سره په مرکه کې اغلې وايي په ۱۱ مې هغه په ګاډي (ټېکسي) کې روانه وه او په سړک د پاسه ورته د ګاډي سره جوخت څنګ ته روان بل ګاډي نه یو تن ګوته څنډولې او تماچه يې ورته ښکاره کړې او زیاتوي هغې ګڼل چې دا هم هغه د ټيليفون ګواښ دی چې وخت يې پوره دی.

د پي ټي اېم فعاله مشره وايي دوي د ټیليفون د ګواښ دا هر څه په ډاګه کول نه غوښتل خو د ملګرو او په ځانګړي ډول د وړانګې لونۍ په ټينګار هغه بيا پولیس ته ورغلې او خپل شکايت يې کړی دی.

اعجاز وايي وړانګې ورته ويلي چې د هغې وژل شوي ورور ارمان لوڼي ته به هم ګواښونه کېدل خو هغه به نه ښکاره کول.

اغلې زياتوي د مبارزې کولو نه علاوه د چا سره هيڅ شخصي اختلاف نه لري او د ژوند مقصد يې د خپل پښتون قام د حقونو دپاره مبارزه کول دي.

هغه وايي د پي ټي اېم جوړېدو نه لس، يوولس کاله وړاندې هغې دا مبارزه پېل کړې ده.

ثنا اعجاز وايي دوي د پاکستان د ائين د لارې خپل جايزه حقونه غواړي دوي د ائين سرغړونه نه کوي بيا ولې دوي ته په غېر ائيني توګه ګواښونه کیږي.

ثنا اعجاز ولې هدف ده؟

هغه وايي داسې نه ده چې يواځې ثنا اعجاز ته ګواښونه شوي دي له دې وړاندې د پي ټي اېم ډېرو ملګرو ته هم ګواښونه شوي دي.

خو نوموړې د چا د نوم اخيستو پرته وايي، دوي ته بيا هغه (ثنا اعجاز) غټ خنډ ښکاري ځکه هغې ته ګواښ کوي.

هغه وايي دوي لا دومره ډېره مبارزه نه کړې او ډېر کار کول لا پاتې دي خو زیاتوي دوي په دې هم پوهه دي چې دا رياست (پاکستان) او د دې رياست ادارې تر څومره حده پورې دې خبر ته تيار دي چې د دوي ښه کارونو ته ښه او بدو ته بد وويلی شي.

د پي ټي اېم فعاله وايي پوليس يې په خپلو ګواښونو خبر کړي او پوليس ورته ورسره ډېره ښه رويه کړې او هغې ته يې د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

اغلې اعجاز زياتوي ټول پښتانه افغانان يې ډاډګېرنه کوي او دلته د ځايي خلکو ترڅنګ ورته د افغانستان هم تل ډاډګېرنه ترلاسه شوې ده.

د سوشل ميډيا غبرګون

په ټولنيزو رسنيو ثنا اعجاز ته د ورکړل شوؤ ګواښونو په سختو ټکو کې غندنه شوې ده.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په ټويټر ويلي،

"ثنا اعجاز ته د مالومو نامالومو د ګواښ په سختۍ سره غندنه کوو. د پوځي کرايۍ د اقتصاد خوندي ساتنې دپاره د پښتنو په خاوره د خاموشه کولو دپاره د ګواښونو دا پاليسي پخوانۍ ده".

د پي ټي اېم فعال او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير تور لګولی او ویلي يې دي،

"د امنيتي ادارو لخوا ثنا اعجاز ته ګواښونه د غندلو دي. او که چرته دا عادت بدل نه کړی شو د اختر نه وروسته به د غورځنګ شدت د ګڼو اړخونو نه يو په دوه سېوا شي".

په سوشل ميډيا ثنا اعجاز ته د ګواښونو پرضد د #StopThreateningSannaEjaz د هېش ټېګ سره ټرېنډ چلېدلی دی.

ثنا اعجاز د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړې ده او وايي چې د پي ټي اېم د ملګرتیا په سر يې د روزګار زریعې هم د لاسه ورکړي دي او نوم يې د ملک نه بهر د سفري بندېزونو په نوملړ اي سي اېل کې اچول شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG