لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان کډوالو بيرته تلو عمل دې ګړندی کړی شي، شهريار افريدي


د پاکستان د رياستونو او سرحدونو وزیر ویلي د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو اداره او اړونده نور فريقېن دې د افغان کډوالو بيرته خپل هېواد ته ستنولو عمل ګړندی کړی.

د ریاستونو او سرحدونو وزير شهريار افريدي په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د مشرې روينډريني مينيکډيويلا سره ليدلي او ويلي يې دي پاکستان د افغان کډوالو په خپله خوښه بيرته ستنېدو ته لومړيتوب ورکوي.

د ټريبيون د رپوټ ترمخه افريدي ویلي په کال ۲۰۱۸م کې يواځې ۱۵۲۸ رجسټرډ افغان کډوال بيرته خپل هېواد ته تللي او روان کال د مارچ د مياشتې پورې يواځې ۸۷۷ کسان بيرته ستانه شوي دي.

نوموړي په يو اېن اېچ سي ار غږ کړی چې مرستندويه ادارو ته رسايي وکړي چې د دوي سره د کډوالو په بيرته ستنېدو کې مرسته وکړي.

هغه ويلي په کال ۲۰۱۶م کې چې د کډوالو بيرته تلو دپاره هغوي ته د ۲۰۰ ډالرو په ځای ۴۰۰ ډالره ورکول کېده درې لاکه ۸۱ زره کډوال بيرته ستانه شوي وو.

د نوموړي وزیر په وېنا د کډوالو په پاکستان کې د قانوني اسنادو (پي او ار کارډ) لاندې د پاتې کېدو موده په ۳۰ م جون سرته رسي.

هغه ويلي وزارت به د ټولو فريقېنو سره په مشوره مرکزي کابينې ته د دغه مودې غځولو دپاره سمري ليږي.

د ملګرو ملتونو د ادارې د شمېرو ترمخه دا وخت په پاکستان کې د افغان رجسټرډ کډوالو شمېره ۱۴لاکه ۵۶۰۰ ده. دا شمېرې د روانې میاشتې په لمړۍ نېټه ورکړی شوي دي.

پاکستان کې زيات افغان کډوال په خېبرپښتونخوا صوبه کې اوسي چې شمېره یې اته لاکه، ۱۶زره ۹۹۲ ده او بيا پسې په دوېم نمبر په بلوچستان صوبه کې درې لاکه ۲۲ زره او ۹۶۸ او يو لاک ۶۴ زره په پنجاب صوبه کې اوسيږي.

۶۳ زره ۷۱۲ په سيند صوبه، ۳۳ زره ۶۶۲ په اسلام اباد او ۴۰۰۴ په ازاد جمو و کشمير کې اوسي.

XS
SM
MD
LG