لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې په روژې نه نیولو پلار خپله پېغله لور وژلې ده


پولیس وایي دپاکستان دپنجاب ایالت په ساهیوال سیمه کې یو پلار خپله پېغله لور یوازې له دې امله وژلې چې هغه ناروغه وه اؤ له روژې نیولو یې انکار کړی ؤ.

دپاکستان د ډان ورځپاڼې له مخې دغه پېښه اوړمه ورځ د ساهیوال په چک ۷۱ډي ملکائین سیمه کې هغه مهال رامخې شوې چې ګلزار نومي یو تن د پیشمني په مهال وغوښتل لور یې روژه ونیسي خو هغې پلار ته انکار وکړو چې ناروغه ده اؤ روژه نه شي نیولی.

دساهیوال دپولیسو وینا ده چې وژل شوې ۱۸کلنه ام ثمینه نومیده اؤ پیشمنې کې له روژې نیولو په انکار پرې خپل پلار ګلزار احمد ناتاره ډزې کړي دي.

پولیس وایي د جینۍ پلار په نشو روږدی ؤ اؤ اوس اوس یې په یو جرم کې د دوؤ کالو دبند سزا پوره کړې اؤ له زندان راخلاص شوی ؤ.

پولیسو د وژل شوې جینۍ د ماما په مدعیت کې د هغې دپلار ګلزار احمد په ضد مقدمه درج کړې اؤ ددغه پېښې نورې پلټنې یې پیل کړي دي.

دپاکستان په پنجاب صوبه کې په دې وروستیو کې دښځو په ضد دتشدد پېښو کې زیاته اضافه لیدل شوې د روان کال دمارچ په میاشت کې په لاهور ښار کې یو میړه دخپلې ښځې عاصمه عزیز نه سر یوازې له دې امله خرولی ؤ چې ولې یې دهغه دملګرو مخې ته ډانس یا نڅاه کولو نه انکار کړی.

دښځو دحقونو په مبارزه بوخت سازمانونه وایي چې دپاکستان دټولې ابادۍ ۲۷فیصده میرمنې په څه ناڅه ډول دکورني تشدد سره مخ دي اؤ دښځو دتحفظ په اړوند د نړۍ په ۱۵۳ؤ هیوادونو کې پاکستان په ۱۵۰ نمبر ولاړ دی.

څیړونکي وایي پاکستان کې دننه دکورونو دننه په ښځو دجسماني تشدد پېښې ځکه زیاتې کیږي چې په کورونو کې ناستې زیاتره میرمنې دخپلو حقونو نه ناخبره دي اؤ دځان په ضد هره ناروا په چپه خوله زغمي.

دبشري حقونو سازمانونه دا هم وایي چې د ښځو دحقونو په اړوند هیواد کې داسې سخت قوانین وجود نه لري چې له مخې یې په ښځو تشدد کوونکو ته سختې سزاګانې ورکړل شي چې له دې امله ورځ په ورځ په ښځو دتشدد لړۍ غځیږي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG