لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې دمسیحیانو د قبرونو سپکاوی شوی


نړيوال مطبوعات وايي چې د پنجاب صوبې په اوکاړه ښار کې د عيسايي لږکيو په يوه اديره کې د قبرونو د سپکاوي پيښه رامينځ ته شوې ده.

مطبوعات د اوکاړې د پوليس مشر اطهراسماعيل د خولې ليکي چې د عيسايانو د اديرې سپکاوي کونکو نا معالوم کسانو پرضد مقدمه درج کړی شوې ده .

مطبوعات د اوکاړې د سينټ اينتهوني چرچ د پادري فادر جيمز لخوا وايي په دغه مقبره کې د شلو نه په زياتو قبرنو لګيدلي د صليب کتبې ماتې کړل شوي دي .

پاکستان کې د عيسايي لږکيو د حقونو دپاره دکار کونکې غير دولتي تنظيم کلاس مشر جوزف فرانسس ډيوه ته ددې پيښې پخلې کړ او ويلي یې دي دا د عيسايانو په مقبرو او جايدادنو د قبضه کوونکو ګروپونه کار دی.

هغه ویلي ددې پېښې په ضد د ايف ايي ار د ردج کولو هڅې روانې دي خو حکومت ته به دلږکیو دمقدسو ځایونو تحفظ ته پام ګرځول وي .

تیرکال د دسمبر په میاشت کې د امریکې حکومت د مذهبي ازادیو د نړیوال قانون په اساس پاکستان د هاغو هېوادونو په کلني لیسټ کې شامل کړی ؤ چې پکې د لږکیو له مذهبي ازادیو سرغړونې کېږي.

د روانې میاشتې په پیل کې د یورپي پارلیمان غړو د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان په نوم لیکلي خط کې په پاکستان کې د لږکیو د ځورولو په پېښو اندېښنې ښودلې وې.

د پورپي پارلیمان د 52 غړو له خوا په لاسلیک شوي دغه خط کې په وزیراعظم عمران خان باندې ټینګار شوی ؤ چې د خپل هېواد اقلیتونو ته دې تحفظ ورکړي.

په دغه خط کې په ګوته کړل شوي وه چې پاکستان دا وخت د خپل باني محمد علي جناج د فکر لاره پرېیښې ده د کوم تر مخه چې جناح په هېواد کې اوسېدونکو هندوانو، عیسایانو او نورو اقلیتونو ته د برابرۍ په اساس د ژوند تېرولو عزم څرګند کړل شوی ؤ.

د یورپ د پارلیماني غړو په دغه خط کې دا هم په ګوته کړې وه چې د بده مرغه په پاکستان کې د تېرو اوو لسیزو راهیسې راغلیو پرله پسې حکومتونو په سرکاري کچه داسې ګامونه پورته کړي چې له کبله یې اقلیتونه په سیاسي او معاشي میدان کې لا نور هم په شا تللي دي.

خو دپاکستان د بشري حقونو مرکزي وزیرې شیری رحمان تیره اوونۍ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې حکومت دلږکیو دټولو ائني،قانون اؤ بشري حقونو دتضمین دپاره کوټلي ګامونه اخستي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG