لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په بازار کې د روپۍ د لا نورې غورځېدو او د سود د کچې زياتېدو وېرې دي


د امريکايي ‌‌‌‌‌‌ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ د پرله پسې غورځېدو وروسته بازار کې دا وېرې نورې زياتې شوي چې د راتلونکي ګل، دوشنبې په ورځ د سټېټ بېنک د مالي تګلارې د برسېره کولو سره به بازار کې مالي ګډو‌‌‌‌‌‌ډي نوره هم زياته شي.

دا وېرې ځکه زياتې شوي چې د سوداګرو سره وېره ده چې حکومت تر اوسه دوی ته داسې کوم ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ نه دی ورکړی چې روپۍ به د ‌‌‌‌‌‌ډالر په مقابله کې څومره په ښکته ځي.

په بازار کې د اندازو او ويرو بله غټه وجه د سټېټ بېنک راتلونکې مالي تګلاره ده.

په کراچۍ کې د سوداګرو د سټېټ بېنک د ګورنر او د خزانې د مشير سره د ليدو وروسته، ځينو سوداګرو ميډيا ته ويلي چې کېدای شي نوې تګلاره کې د سود کچه نوره هم لوړه شي.

‌‌‌‌‌سټېټ بېنک به مالي تګلاره د مې په اخر کې اعلانوله خو په بازار نظر لرونکي وايي د نېټې نه مخکې د تګلارې ښکاره کول ښه زېری نه دی.

که د سود کچه زياته شي او سټېټ بېنک، لکه څنګه چې وايي، د روپۍ بيعه د بازار خوښې ته پرېږدي نو امکان شته چې د يو ډالر بيعه د ۱۵۰ روپو نه سېوا شي.

د پاکستان ‌‌‌‌‌‌ډان ورځپاڼې ته د عارف حبيب لېمټډ د څيړني ډايريکټر سميع الله طارق وايي،​

"د روپۍ د پرله پسې د قدر کمېدو سره په مارکيټ کې د کاروباريانو او پانګه والو اعتماد مات شوی اثاثې راکمې شوي او ورځ تر بله نورې په ښکته روانې دي بايد چې دا په ځای ودريږي".

طارق ویلي، "که د (ايي اېم اېف) سره هر څه لوظنامه شوي وي بايد ښکاره کړی شي او په يو ځای دې د روپۍ قدر وټاکي".

د روپۍ ټيټه بيعه په تاسو څه اثر کولی شي؟

د ډالر په مقابله کې د روپۍ د قدر کمېدو سره به بيعې سېوا شي په ځانګړي ډول د هغو سامانونو، توکيو، دوايانو، ګاډو، خام مال او د مېک اپ سامان او هغه ټول څه چې د بهر نه راغوښتل کيږي.

طارق وايي سوداګر به دا سوداګانې په ګرانو بيعو اخلي او په دغو ګرانو بيعو به یې په تاسو خرڅوي.

هغه زياتوي چې د پاکستان صنعتونو لکه ګاډو، سيمنټ او دوايانو دپاره چې د بهر هېوادونو څخه کوم خام مال راځي، په هغې به اضافي پېسې ورکول وي، او د دغو اضافي پېسو بوج به په عام سړي وي.

د ځينو پوهانو په نظر چې د روپۍ کمول اړين ؤ، خو ځينې وايي چې روپۍ بايد په يو ځای راکمه کړی شوې او په يو ځای ودرول شوی وی.

طارق وايي چې يوه میاشت د ډالر په مقابله کې روپۍ په ۱۴۱روپۍ او ۴۰ پېسو کلکه ولاړه وه او دا د ثبات نخښه وه خو په دوه ورځو کې د بهر نه د سامان راغوښتونکو اعتماد جړقول شوی دی.

د حکومت مخالف ګوندونه ولې د ګرانۍ او د اي اېم اېف خلاف دي؟

د حکومت مخالفه ګوندونو فېصله کړې چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ناکامه دی او د وړوکي اختر وروسته دوي د حکومت پرضد مېدان ته راووځي او احتجاج پېلوي.

مخالفه ګوندونه وايي د ايي اېم اېف سره چې حکومت د قرضې دپاره په کومو شرطونو لوظنامه کړې هغه دې ښکاره کړی شي.

د ځايي ميډيا ترمخه د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري او د جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل رحمان ليده کاته شوي او ویل کيږي دوي په ناسته کې د ايي اېم اېف نه د حکومت د قرض اخیستو او په ملک کې د ګرانۍ جوړېدو په سر خبرې کړي دي.

راپورونه وايي د مسلم ليګ بنديوان مشر نوازشريف پرون د خپلو ملګرو سره په ليدنه کې هغو ته ويلي چې د حکومت مخالفه سياسي ګوندونه په يوه ايجنډا رايوځای شي او دغه خبره د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري هم کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG