لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرل باجوه: پاکستان د افغانستان د روغې جوړې په پروسه کې مثبت رول ادا کړی


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي، "پاکستان د افغانستان د روغې جوړې د پروسې د کاميابۍ او د سیمې د سولې په لړ کې مثبت رول دوامداره ساتلی دی".

پوځي مشر پرون د خالي، شنبې په ورځ د افغانستان سره په پوله پرتې د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان دوه توې علاقې ته سفر کړی او هغه ته په پوله د ازغن تار لګولو، په علاقه کې د امنيت او ځايي کډوالو په اړوند احوال تېر کړی شوی دی.

جنرل باجوه په داسې حال کې د يادې سيمې سفر کړی چې د روانې میاشتې په لمړۍ نېټه پوځ ويلي ؤ د افغانستان د لوري په دغه ځای ترهګر بريد کې د پوځ درې سرتيري وژل شوي وو.

ويل شوي ؤ د شمالي وزيرستان په دغه علاقه چې لواړه منډۍ نومیږي پوځ په دغه ځای په پوله په ازغن تار لګولو بوخت ؤ چې بريد پرې شوی ؤ.

د ياد بريد وروسته په پوله پرتې د افغانستان د خوست صوبې چارواکو ويلي ؤ د پاکستان پوځ د پولې نه پورې غاړې ته د توغندیو بريدونه کړي چې پکې د درېو ملکي کسانو د وژنې او اته نورو د ژوبلېدو ادعا شوې وه.

جنرل باجوه ويلي " پاکستان د افغانستان د روغې جوړې د پروسې او سيمې د سولې دپاره مثبت رول ادا کړی او هر ډول حالاتو ته چمتو والی لري".

هغه ويلي پاکستان د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګوي، قلعې او پوستې جوړوي او د پولې د انتظام ښه کولو دپاره اېف سي ځواک پیاوړی کوي.

د جنرل باجوه د شمالي وزيرستان د سفر وروسته د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور په ټويټر ځينې عکسونه خپاره کړي او ورته يې ليکلي،

"د تحفظ نه د سولې او پرمختګ په سفر روان".

د پوځي وياند دې ټويټ ته په ځواب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ويلي،

"د خپلو پولو نه تېرېدل زمونږ د غېر ائيني واکمنو د خوښې کار دی. په پرمختيايي کارونو وياړ کول او حکومت پلوه (ګوډ طالبانو) ته امنيت ورکول څنګه تحفظ يقيني کول دي. د پرمختيا کارونه ملکي خلکو ته پرېږده، خپله دنده کوه ترهګري له مينځه يوسه په ځای د دې چې نوره يې وتوانوې".

د پوځ مشر شمالي وزيرستان ته دا سفر په داسې مهال کړی چې یواځې په روانه میاشت کې په شمالي وزيرستان کې اووه پوځي سرتيري په بېلابيلوبریدونو کې وژل شوي، د دې ترڅنګ يو د خاصه دار ځواک سرتېری او یو قبايلي مشر هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي په سيمه کې يې امن پرځای کړی دی.

خو ځايي خلک او د پښتون ژغورنې غورځنګ بيا بيا دا اندېښنې څرګندوي او پوښتنې راولاړي چې په سيمه کې امن په ځای شوی بيا ولې دغلته وخت په وخت د بدامنۍ او د هدفي وژنو پېښې رامنځته کيږي.

XS
SM
MD
LG