لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرکټ نړیوال جام کې دافغانستان اسپنران تر ټولو زیات خطرناک ګرځول شوي


روانه میاشت په انګلینډ کې د کرکټ دنړیوال جام ترتیب کړل شوؤ سیالیو کې دنهو لوبډلو ۱۴ اسپینر باولران تر ټولو سخت یا خطرناک ګرځول شوي چې په هغې کې تر ټولو زیان اسپنران دافغانستان دملي لوبډلې دي.

دټائمز اف انډیا د یو راپور له مخې دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې اسپنر باولران راشدخان،مجیب الرحمان اؤ سمیع الله شینواری د نړیوال جام دسیالیو ترټولو خطرناک باولران ګرځول شوي.

د نړیوال جام دسیالیو دپاره دنهو لوبډلو د۱۴ؤ داسپنر باولرانو په ترتیب کړل شوي دغه نوملړ کې دهند،جنوبي افریقې اؤ سریلینکا دوه،دوه اؤ دپاکستان، اسټریلیا،بنګله دیش،انګلینډ اؤ نیوزي لینډ یو،یو اسپنر باولر شامل دی.

دپاکستان دلوبډلې خطرناک اسپنر باولر شاداب خان ګرځول شوی چې اوس اوس د تور زیړي له ناروغۍ روغ شوی اؤ څو ورځې وړاندې انګلینډ ته د لوبیدلو دپاره تللی دی.

ټاکل شوې ده د کال ۲۰۱۹م نړیوال کپ سیالۍ د دروانې مياشتې د ۳۰ نېټې څخه په انګلینډ کې پېل کيږي.

دټاکل شوي مهال ویش له مخې به دافغانستان لوبډله د نړیوال جام دکرکټ په سیالیو کې خپله لمړۍ لوبه دجون په لمړۍ نیټه انګلینډ کې د اسټریلیا سره کوي‌،

په دغو سیالیو کې به دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ سیالي په ۲۹م جون کیږ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG