لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ونډو بازار په ريکارډ کچه غورځېدلی دی


د پاکستان د ونډو بازار چې د تېرې اوونۍ راهسې مخ په ټيټه روان دی، دا لړۍ دوام لري او نن د کاروبارۍ اوونۍ په لمړۍ ورځ نزدې اته سوه پواينټونه يا ۱۴ فيصده نور راغورځېدلی دی.

نن د ګل، دوشنبې په سهار لس بجې د ونډو په بازار کې کاروبار په ۳۳۰۳۷ پواينټونو پېل شوی او په ۱۱ بجې دا ۳۲۳۵۳ پواينټونو ته راکوز شوی ؤ.

د ونډو د بازار دې ټيټې کچې د تېرو درېو کالو ريکارډ مات کړی دی.

د پاکستان د ونډو بازار د تېرې اوونۍ راهسې هغه وخت مخ په ټيټه روان شوی کله چې وويل شو د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د قرضې لوظنامه وشوه.

او د ايي اېم اېف سره د لوظنامې د خبر مخې ته راتلو وروسته د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر په يوه مخه غورځېدلی او د يو ډالر په مقابله کې چې روپۍ په ۱۴۱ باندې وه ۱۵۰ ته رسېدلې وه.

د پاکستان د ونډو بازار تازه په داسې حال کې نور راغورځېدلی چې نن د ګل، دوشنبې په ورځ د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) خپله دوه مياشتنې مالياتي پاليسي اعلانوي او ګمان کیږي چې مرکزي بېنک د سود شرح نوره سېوا کړي.

له دې وړاندې مرکزي بېنک د سود شرح لس اعشاريه ۷۵ فيصده ټاکلې وه.

د اقتصاد پوهانو په وېنا کاروباريان او پانګه وال چې د وړاندې نه د ايي اېم اېف سره د لوظنامې په تړاؤ په ويره کې ؤ اوس هم دوي اندېښمن دي چې يو خو د ايي اېم اېف سره د قرضې شرطونه په څرګند ډول ښکاره نه کړی شو او بل دا چې مرکزي بېنک مالياتي پاليسي د وخت نه وړاندې ولې اعلانوي.

د اقتصادي چارو کار پوهه ژورنالسټ وکيل الرحمان وايي څو پورې چې د پانګه والو اعتماد نه وي په ځای شوی د ونډو بازار به د غېر يقيني صورت حال ښکار وي.

د نړيوالې مالياتي ادارې سره د لوظنامې وروسته د پاکستانۍ روپۍ په بيعه کې اووه فيصده کمی راغلی دی.

د روان مالي کال ۲۰۱۸م ۲۰۱۹م په پېل کې د روپۍ بيعه ۲۱ اعشاريه اووه فيصده راکمه شوې وه.

او په مجموعي توګه د کال ۲۰۱۸ د جنورۍ د مياشتې نه د روان کال د مې د میاشتې روپۍ خپل قيمت ۳۴ فيصده غورځولی دی.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت راتلو په وخت تېر کال د یو ډالر بيعه پاکستانۍ ۱۲۳ روپۍ وه کومه چې دا وخت د ۱۵۰ پورې رسېدلې ده.

اقتصاد پوهان وايي د پاکستان د زر مبادله ذخيرې اته اعشياريه اته څلور اربه ډالرو ته راکوزه شوې ده چې له کبله يې روپۍ اوس هم د فشار ښکار ده.

پوهان وايي تر کومه چې حکومت خپل برامدات، صادرات نه وي سېوا کړي حالات به په دې ډول روان وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG