لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي د ایران د ګواښونو په اړه کانګرس ته معلومات ورکوي


واشنګټن: د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ادارې جگپوړي چارواکي به نن د نهې یا سې شنبې په ورځ د بندو دروازو ترشا، د کانگرس غړو ته د هغو پوځي ګواښونو په اړه معلومات ورکړي چې وایټ هاوس وایي ایران په منځني ختیځ کې پېښ کړي دي.

د ایران او امریکا ترمنځ جنجالونو په دې وروستیو کې زور اخیستی او دا اندېښنې هم رامخ ته شوي چې هسې نه خبره جگړې ته ورسیږي.

په همدې اړه به نن د امریکا جگپوړي چارواکي د کانگرس استازو ته معلومات ورکړي.

په دې چارواکو کې چې ټاکل شوې ده کانگرېس ته ولاړ شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د دفاع سرپرست وزیر، پاتریک شانهن، او د امریکایي ځواکونو مشر، جنرال جوزف ډنفورډ ګډون لري.

په تیرو څو ورځو کې امریکایي چارواکو دا گومان کاوه چې په فارس خلیج کې تیره اونۍ د سعودي عربستان د تیلو پر دوو پمپ سټیشنونو او څلورو تیل وړونکو بیړیو باندې د برید شا ته ښایي د ایران لاس وي.

ټرمپ پرون وویل، چې ایران ډېر له دوښمنۍ ډک چلند کوي او امریکا ته به د ځواک له کارولو پرته بله لاره پاتې نشي.

"مونږ ګورو چې د ایران په اړه څه پېښېږي خو دوی ډېر تاوتریخوالی کوي. دوی په سیمه کې ترهګري خپروي. زه فکر نه کوم چې څه دې پېښ شي خو که وشي نو دا به له ډېر ستر ځواک سره وي."

د ورځې په سر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دده په وینا ددغو له تاوتریخوالي څخه د ډکو ګواښوونو په ځواب کې وویل، ایران د زرګونو کالو راهیسې کلک ولاړ دی په داسې حال کې چې د چنګیز خان او سکندر مقدوني په ګډون ټول یرغلګر ترې تللي دي.

ظریف په یو ټویټ کې ټرمپ ته ویلي دي چې هڅه دې وکړي چې درناوی او احترام زده کړي او دا هغه څه دي چې کار کوي.

ده زیاته کړې وه چې اقتصادي ترهګري او د ټول وژنې ګواښونه به ایران ختم نه کړي.

جمهوري غوښتونکي سناتور لېنډزي ګراهام د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن له څرګندونو داسې ښکاري چې ایران د تېرو څو اونیو په اوږدو کې د نورو هېوادونو د تېلو په نل لیکو او بېړیو باندې بریدونه کړي دي او په عراق کې یې د امریکایانو ګټې له ګواښ سره مخ کړي دي.

ګراهام په یو ټویټ کې لیکلي دي:

"غلطي د ایرانیانو لخوا کېږي نه د امریکا او نورو هېوادونو لخوا.

که ایرانیان د امریکایانو او د هغوی د ګټو پر ضد ګواښونه کوي نو مونږ باید یو سخت پوځي ځواب ورکړو. ښاغلی ولسمشر ټینګ ودرېږه."

په ورته وخت کې ډیموکراټ سناتور ټیم کېن د ګل یا دوشنبې په ورځ د سېنېټ ته وویل:

"دا به د امریکا لپاره بشپړ لیونتوب وي که چېرې دا مهال په منځني ختیځ کې په یوې بلې جګړه کې ښکېل شي. زه فکر کوم له ایران سره جګړه به ډېر زیان ولري او زما په اند د ولسمشر په وینا له ایران سره په جګړه کې ښکېلتیا به غیر قانوني وي. دا کانګرس دی چې جګړه اعلانوي نه ولسمشر. "

د امریکا د سمندري ځواکونو پنځم ټولی وايي، چې دوی په عربي سمندر کې ګزمې او تمرینونه زیات کړي دي او دا د ګواښ په وړاندې د غبرګون ښودلو لپاره.

پنټګان لا له مخکې څخه سیمې ته بم غورځونکې الوتکې استولي دي.

امریکايي بم غورځونکي الوتکه په قطر کې هوايي ډګر ته د ښکته کېدو په حال کې
امریکايي بم غورځونکي الوتکه په قطر کې هوايي ډګر ته د ښکته کېدو په حال کې

ایراني مشران وايي، دوی جګړه نه غواړي خو تر اوسه پورې یې له امریکا سره خبرو ته هېڅ ډول لیوالتیا نه ده ښودلې.

په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لفظي جګړه کې کوم سوړوالی نه دی راغلی، ایران د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د یورانیمو غني کول څلور برابره زیات کړي دي.

ایراني چارواکو دا هم ویلي دي چې یورانیم یواځې د ملکي انرژۍ د کارولو لپاره بډایه کېږي چې د وسلې له هغې کچې ښکته دي د کومې چې د ۲۰۱۵ کال په اټومي تړون کې یادونه شوې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني دوه اونۍ وړاندې ویلي وو چې دوی د شپږو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي اټومي تړون له ځینو برخو څخه وځي په هغو کې په نورو هېوادونو باندې د زیاتو یورانیمو د پلورولو مسله هم شامله ده.

روحاني دا ګواښ هم کړی وه چې دوی به ایران یورانیم د وسلو تر کچې پورې نږدې اندازې پورې بډایه مګر دا چې د جولای په سر کې دوی ته د تړون له مخې اقتصادي مرستې و نه رسېږي.

ټرمپ له دغه تړون څخه یو کال مخکې وتلی وو او په ایران یې یو ځل بیا بندیزونه ولګول او په هغو هېوادونو باندې یې هم د بندیزونو د لګولو ګواښونه وکړل څوک چې له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي.

د ټرمپ له دې پرېکړې سره د ایران اقتصاد چې له مخکې له ستونزو سره مخ وه لا کمزوری شوی.

په ورته وخت کې سعودي عربستان د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل چې دوه هغه دوه توغندي شنډ کړي دي کوم چې په یمن کې د هوسي یاغیانو لخوا توغول شوي وو.

دوی ویلي وه چې یو توغندی په طایف نومي ښار او بل په پلازمېنې جدې باندې توغول شوی و خو هوسیانو په کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.

سعوديانو ویلي، چې دوی جګړه نه غواړي خو د خپلو ګټو ساتلو لپاره به سخته جګړه وکړي.

د یو بل خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو خپور کړي بیان کې په مکه باندې د هوسي یاغیانو لخوا د بالسټیک توغندیو توغول غندلي دي.

په بیان کې د سعودي ځواکونو لخوا ددغه توغندیو د شنډولو ستاینه هم شوې او یو ځل بیا یې دا ډاډ ورکړی چې ددغه هېواد امنیت ته د هر ډول ګواښ پر وړاندې به له سعودي سره ملاتړي وي.

بل پلو ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به په بشکېک کې له خپلو چینايي او روسي سیالانو سره د ایران او واشنګټن ترمنځ لانجې باندې خبرې وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG