لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران دامریکا په شمول هرچاته د دردناکو نتیجو ګواښ کړی


دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ګواښ کړی چې که ایران نور وچیړل شی نو دامریکا په شمول به یې هر څوک دردناکې نتیجې وویني.

دنړیوالې خبري شبکې ای ایف پي له مخې سي این این سره مرکه کې دایران دبهرنیو چارو وزیر ویلي امریکا یوې خطرناکې لوبې ته لاس اچولی خو ایران پخپله ساتنه پوهیږي

دامریکا لخوا ایران سره داټومي تړون ختمولو راپدیخوا د دواړو هیوادونو اړیکې سختې تاؤژنې شوي اؤ واشنګټن خلیج فارس ته خپله جنګي سمندري بیړه اؤ بې ۵۲ بمبار الوتکې رسولي دي.

دایران دبهرنیو چارو وزیر “وایي دجنګي سمندري بیړې اؤ بي۵۲ الوتکو پځائ کول دیوې پېښې پیلامه کیدلی شي په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې ځینې خلک جګړې ته لیواله دی”

تر دې له مخې د اتوار په ورځ پخپل یو ټوئټ کې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ امریکایي ګټو ته د ضرر رسولو په صورت کې ایران ته دتباه کولو ګواښ کړی ؤ خو د دوشنبې په ورځ یې بیا ویلي وؤ چې که ایران یو ګام راوړاندې کیږي نو مونږ هم خبرو ته تیار یو.

خو د ایران دبهرنیو چارو وزیر ویلي “مونږ دیو داسې چاسره خبرو ته چمتو نه یو چې خپله ژمنه یې ماته کړې ده”

تیره ورځ دایران صدر حسن روحاني هم ویلي هغه مدام د خبرو اترو اؤ ډپلوماسۍ پلوی پاتې شوی خو پوهیږي چې موجوده حالات د خبرو نه دي اؤ ایران یوازې د مبارزې اؤ مزاحمت لاره په لاس کې لري.

دامریکا اؤ ایران ترمینځ اوسنی تاؤ تریخوالی وروسته له هغې پیل شوی چې تیرکال دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ په یو اړخیز ډول د ایران سره کال ۲۰۱۵م کې دشپږو نړیوالو قوتونو لخوا شوي اټومي تړون نه ځان وویستلو.

دامریکا لخوا دغه تړون څخه د ځان جلا کولو وروسته د ایران دتیلو په برامداتو دامریکایي حکومت لګول شوي بندیزونه پځائ کړل شوي وؤ چې روانه میاشت پرې عمل پیل شوی دی.

امریکا روانه میاشت دخپلو جنګې الوتکو،بیړیو اؤ میزائیلو منځني ختیر ته دلیږلو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دا ګام یې د ایران د احتمالي برید داندېښنو له امله اخستی دی.

دامریکایي ګامونو په ځواب کې ایران څلور ورځې وړاندې اعلان کړی وؤ چې د یورنیمو د غني کولو کار یې څلور برخې سیوا کړی د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG