لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مائیک پومپیو:ختیز کې دشوؤ بریدونو ترشا په ممکنه توګه دایران لاس کیدی شي


امریکایي حکومت تور لګولی چې په متحده عرب اماراتو کې په تیلو بار جهازونو ته زیان رسولو اؤ سعودي کې دتیلو په ډیپوانو شوؤ بریدونو کې په ممکنه ډول د ایران لاس کیدلی شي خو پخپل سخت غبرګون سره امریکایانو داحتمالي بریدونو مخه نیولې ده.

د نهې په ورځ دکانګریس غونډه کې له ګډون وړاندې خپله یوه ریډیوي مرکه کې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مائیک پومپیو ویلي “ که متحده عرب اماراتو اؤ سعودي کې شوؤ بریدونو ته وکتل شي اؤ بیا دتیرې یوې لسیزې په مهال شوؤ بریدونو ته پام وګرځول شي نو دیو شان والي نه یې داسې محسوسیږي چې په ممکنه توګه ددې بریدونو ترشا ایران لاس لرلو”

خو هغه واضحه کړه چې سعودي اؤ عرب اماراتو کې د شوؤ دغو بریدونو غوڅه نتیجه امریکې نه ده اخذ کړې.

دمائیک پومپیو وینا وه چې “مونږ به خپلو داسې ګامونو ته دوام ورکوؤ چې دامریکایي ګټو ساتنه پرې کیدلی اؤ سیمه کې ایران د ناسم چلند کولو نه ایسارولی شي”

دیمن حوثي ملیشو چې دایران ائتلافي دي تیره اوونۍ سعودي عرب کې د تیلو په ډیپوانو د شوؤ ډرون بریدونو پړه قبوله کړې وه خو سعودي ددې بریدونو پړه په ایران ور اړولې وه.

دسعودي عرب دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي عادل الجبیر روانه اوونۍ ویلي وؤ سعوي جګړه نه غواړي خو هر رقم تیري ته د کوټلي جواب ویلو دپاره بشپړ تیاري لري.

مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دسعودي دبهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي وؤ “مونږ سیمه کې دثبات پلوي یو خو که د ایران د برید په جواب کې به غلي نه پاتې کیږو”

ایران دا تورونه رد کړي وؤ چې ګنې د سعودي په تنصیاتو دا بریدونه د امریکا اؤ ایران ترمینځ د روان تاو تریخوالي له امله دایران لخوا شوي دي.

تر دې وړاندې د سعودي عرب باچا شاه سلمان بن عبدالعزیز دخلیجي اؤ عرب هیوادونو مشران په ۳۰م مئ مکې ته په یوه بیړنۍ غونډه کې د ګډون دپاره رابللی وؤ ترڅو دسعودي په تنصیباتو د شوؤ بریدونو راپدیخوا په رامینځته شوي وضعیت غور وکړل شي.

دامریکا اؤ ایران ترمینځ اوسنی تاؤ تریخوالی وروسته له هغې پیل شوی چې تیرکال دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ په یو اړخیز ډول د ایران سره کال ۲۰۱۵م کې دشپږو نړیوالو قوتونو لخوا شوي اټومي تړون نه ځان وویستلو.

دامریکا لخوا دغه تړون څخه د ځان جلا کولو وروسته د ایران دتیلو په برامداتو دامریکایي حکومت لګول شوي بندیزونه پځائ کړل شوي وؤ چې روانه میاشت پرې عمل پیل شوی دی.

امریکا روانه میاشت دخپلو جنګې الوتکو،بیړیو اؤ میزائیلو منځني ختیر ته دلیږلو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دا ګام یې د ایران د احتمالي برید داندېښنو له امله اخستی دی.

دامریکایي ګامونو په ځواب کې ایران تیره اوونۍ اعلان کړی وؤ چې د یورنیمو د غني کولو کار یې څلور برخې سیوا کړی د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG