لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند ټولټاکنو شمیر کې په دوهم وار هم بی جی پي په ګټه روان دی


دهند په ترسره شوؤ ټولټاکنو کې د رائیو د شمیرنې عمل سرته رسیدلی چې پکې د وزیراعظم نریندر مودي ګوند بي جی پی اؤ دهغوئ ائتلافي ګوندونو تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټلي اؤ‌ په دوهم ځل هم ددغه ګوند حکومت جوړیدلو ته لاره هواره شوې ده.

دلوک بها یا قامي اسمبلۍ په ۵۴۳ کې ۵۴۲ چوکیو باندې دغه ټولټاکنې په اووه پړاوونو کې د یوې نیمې میاشتې په موده کې شوې وې .

دنړیوالو مطبوعاتي راپورونو په اساس ټولټاکنو کې د بي جی پي ائتلاف نیشنل ډیمو کریټک الائنس ۳۲۴ ،دمخالف انډین نیشنل کانګریس ائتلاف یونائټيډ پروګریسیو الائنس ۱۰۶ اؤ نورو ګوندونو ۱۱۳ چوکۍ ګټلي دي.

په هند کې دحکومت جوړولو دپاره هر ګوند ته اړینه وي چې پارلیمان کې باید ۲۷۲ چوکۍ ولري اؤ د وزیراعظم نریندر مودي ائتلاف تر دې زیاتې چوکۍ ګټلي دي.

تر دې وړاندې چې کله په کال ۲۰۱۴م کې په هند کې ټولټاکنې شوې وې نو بی جی پي اؤ دهغې ائتلافیانو پکې ۳۳۶ چوکۍ ګټلې وې اؤ کانګریس په دغو ټولټاکنو کې یوازې ۶۰ سیټونه ترلاسه کړي وؤ.

په اوسنیو ټولټاکنو کې بهارتیه جنتا پارټي یا بي جی پي د ۲۸ چوکیو د زیان سره مخ شوې اؤ اؤ دکانګریس ائتلاف ۴۱ زیاتې چوکۍ ګټلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG