لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان داټومي میزائیل شاهین۲ ازموئنه وکړه


پاکستان د زمکې نه په زمکه د وار کوونکي اټومي میزائیل شاهین ۲بریالۍ ازموئنه کړې ده اؤ پوځ وایي چې دا میزائیل د ۱۵۰۰ کلو میټره نه زیاتې فاصلې پورې داټومې اؤ روایتي دواړو وسلو د وړلو توان لري.

دپوځ لخوا د زیارت په ورځ یو بیان کې ویل شوي چې د شاهین ۲ اټومي توغندي د ازموئنې مقصد د پاکستان دپوځ د استراټیژیکي ځواکونو دکمانډ یا قوماندې عملي چمتووالی باوري کول وؤ.

پوځي ویاند میجر جنرال اصف غفور په ټوئټر ددې توغندي د ازموئنې یوه ویډیو هم خپره کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دا میزائیل سیمه کې ددفاعي تولې پځائ ساتلو دپاره دپاکستان استراتیژیکي اړتیاوې پوره کوي.

دشاهین ټو په نوم ددې نوي میزائیل ازموئنه دعربو په سمندر کې شوې چې نندارې ته یې دپاکستان دپوځ دبیلابیلو څانګو مشران اؤ سائنسدانان ورټول شوي وؤ.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان صدر عارف علوي اؤ پوځي مشرانو په دغه بریالۍ ازموئنه پوځ اؤ سائنسدانانو ته مبارکي ویلې ده اؤ د هیواد ددفاع دپاره یې دهغوئ هڅې ستائیلي دي.

دغریبۍ اؤ‌ بدو ورځو سره مخ رقیب ګاوندي هیوادونه پاکستان اؤ هند هرکال دخپل بجټ زیاته برخه ددفاعي اړتیا ؤ په نوم په پوځ مصرفوي اؤ وخت په وخت دنوؤ وسلو اؤ میزائیلو تجربې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعاتي راپورنه وایي د دواړو هیوادونو دنیمایي نه زیات وګړي دتعلیم،صحت اؤ روزګار په مدونو کې دګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي اؤ ګڼ شمیر وګړي پکې په خلاص مټ ډوډۍ هم نه مومي.

پاکستان چې دا مهال دبهرنیو پورونو له امله په سختو معاشي بحرانونو کې ګیر دی، په نزدې نزدې ورځو کې یې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دشپږو اربو ډالرو د پور یو تړون کړی دی اؤ ددغه تړون نه راپدیخوا پاکستان کې د ګرانۍ کچه نوره هم لوړه شوې ده.

هند او پاکستان تر دې دمه یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمیر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوي دایټمي وسلو زغل نور هم چټک شوی دی.

دواړه ګاونډي هیوادونه د ١٠٠ څخه زیات ایټمي بمونه لري او د دغه بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د زمکې، هوا او د اوبه دلارې ذریعې پیدا کوي.

هند تیر کال خپله نوې جنګي تګلاره هم اعلان کړې وه چې ترمخه یې دوي ویل د جنګ په صورت کښې به پاکستان باندې د ایټمي وسلې برید وړومبې دوي کوي.

سږکال دفرورۍ میاشت کې دهند اؤ پاکستان ترمینځ تاؤ تریخوالي کې زیاته اضافه لیدل شوې وه اؤ هندي الوتکو دپاکستان په بالاکوټ سیمه بمي برید هم کړی ؤ چې وروسته پاکستاني چارواکو ددغه برید ځواب کې د دوؤ هندي الوتکو د رانسکورولو دعوه کړې وه.

ددې ترڅنګ د کشمیر په ویشونکي پوله ددواړو هیوادونو دپوځونو ترمینځ نښتو کې هم دواړو خواؤ یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړې و

ځانګړې ویډیوګانې

د ونې په پاڼو د انځورونو جوړول یا لیف ارټ هنر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG