لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهګري چې د پاکستان د بهرنيو چارو پاليسي وي خبرې ورسره نه شي کېدی، د هند سفير


په امریکا کې د هند سفير هاريش شرينګلا ويلي، څو پورې چې پاکستان ترهګري د خپلې بهرنۍ پاليسۍ په توګه کاروي او هند ترې اغېزمن وي، خبرې ورسره ممکن نه دي.

د وي او ای اردو څانګې ترمخه هندي سفير ويلي په کومه ورځ چې پاکستان د ترهګرۍ د لارې د خپلو ګټو ترلاسه کول پرېږدي بيا به د هند د حکومت وکړی شي چې ښه اړيکې ورسره پېل کړي.

په واشنګټن کې د هند سفير دغه څرګندونې په داسې حال کې کړی چې د هند انتخابات سرته رسېدلي او د وزيراعظم نریندرا مودي ګوند بهارتيه جنتا پارټۍ دا انتخابات ګټلي دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان نريندرا مودي ته په انتخاباتو ګټلو اومبارکي ورکړې او ویلي يې دي په سویلي اسيا کې د سولې او پرمختګ او خوشحالۍ دپاره د هغه (مودي) سره په ګډه د کار کولو هيله لري.

د لسيزو راهسې د دواړو ګاونډي هېوادونو هند او پاکستان ترمنځ تاؤ تريخوالی پاتې شوی او په وروستيو کې د روان کال فرورۍ د میاشتې وروسته چې کله په هندي کشمیر کې د هند په ځواکونو برید شوی او دا اړيکې نورې پسې خرابې شوې وې.

د فرورۍ د پېښې وروسته هند د پاکستان په خاوره د ترهګرو د کېمپونو په نخښه کولو ادعا کړې او پاکستان دغه ادعا رد کړې او د پولې په سرغړونه کولو يې د هند د دوه جنګي الوتکو نسکورولو ويلي ؤ.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د هند د انتخاباتو نه وړاندې د دغه هېواد سره د شخړې سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

خو تېره مياشت عمران خان ويلي ؤ که چرته نريندرا مودي غواړي بيا انتخابات وګټي نو په حقیقت کې د هغه ښي اړخي حکومت ته به د کشمير مسله هوارول وي کومه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کال ۱۹۴۷ راهسې شخړه جوړه ده.

پاکستان وايي د هند سره په ټولو مسلو خبرو ته تيار دی خو هند بيا وايي پاکستان چې څو پورې د ترهګرو د ملاتړ نه لاس نه وي اخیستی خبرې ورسره نه شي کولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG