د پاکستان په يو شخصي ټيلي ويژن چېنل باندې د ملک د احتساب د قامي ادارې (نېب) د مشر جاوېد اقبال په اړوند يوه ويډيو او د ټيليفون خبرې خپرې شوي چې پکې هغه د يوې ښځې سره خبرې کوي.
د (نيوز ون) په نوم ټيلي ويژن باندې چلېدلو خبرو کې چې ويل شوي دا د نېب مشر پخوانی قاضي جاوېد اقبال دی، د ښځې سره خبرې کوي او په يوه ويډيو کې په دفتر کې د ښځې سره مېلاويږي.
نېب په ټيلي ويژن چېنل د ادارې د مشر جاوېد اقبال په اړوند خپرې شوې خبرې او ويډیو ته بي بنیاده ویلي چې دا جعلي او دروغ دي.
وروسته بيا ټيلي ويژن په خپله هم معافي غوښتې چې دا يې جعلي خبر خپور کړی ؤ.
نېب ویلي دغه کار د يوې بدناموؤنکې ډلې دی چې پرضد يې ۴۲ مقدمې درج شوي دي.
که څه هم د نېب د مشر په اړوند په ټيلي ويژن چېنل په خپور شوي خبر ټي وي بخښنه غوښتې او نېب يې رد هم کړی دی خو په سوشل ميډيا په دغه موضوع تود بحث روان دی.
ډېری کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين د يو ټيلي ويژن چېنل سره د خبرو ويډیو په سوشل ميډيا اچولې او ورته یې ليکلي، جاوېد اقبال چې کله د بې درکه کسانو دپاره جوړ کمېشن مشر ؤ پشتين پرې د ښځو د زورولو تور لګولی ؤ.
پاکستان کې د نېب په اداره نيوکې کيږي چې دغه اداره لانجمنه ده او په سياسي بنيادونو په ځانګړي ډول د سياستوالو پرضد مقدمې جوړوي.
خو د نېب مشر څو ورځې وړاندې دغه تورونه رد کړي او ويلي يې ؤ نېب سره چې د چا پرضد کره ثبوت نه وي پرضد يې اقدام نه کوي.