لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:په جومات بمي برید کې دیني عالم سمیع الله ریحان وژل شوی،۱۶ژوبل


دافغانستان دپلازمینې کابل په نهمه حوزه کې دجمعې د نمونځ په مهال‌ په یو جومات کې بمي چاودنه شوې چې پکې دافغانستان وتلی دیني عالم سمیع الله ریحان وژل شوی اؤ ۱۶ کسان نور ژوبل شوي دي.

د جمعې په ورځ دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي دغه برید دنهمې حوزې په التقوه جومات کې شوی .

هغه په دغه جومات کې د وتلي مفتي سمیع الله ریحان د وژل کیدلو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دپېښې پلټنې روانې دي،

ددغه جومات سره سم په لویې شمیر کې امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین د پېښې ځائ ته رسیدلي اؤ چاودنه کې ژوبل کسان یې روغتون ته رسولي دي.

دکابل د ایمرجنسي روغتون لخوا په شوي یو ټوئټ کې ویل شوي چې دچاودنې دځائ څخه ۱۲ کسان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې د دوؤ تنو حالت پکې نازک دی.

په پېښه کې وژل شوی مولوي سمع الله ریحان د افغانستان یو ستر دیني عالم اؤ مفتي وؤ چې زیاتره مهال به یې په رسنیو په دیني مسائیلو خبرې اترې کولې.

ددې چاودنې پړه تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخستې .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG