لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د سيمې مهم هېواد دی ګاونډيان يې د امن سره تړلي دي، شاه محمود قرېشي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي، "افغانستان د سيمې يو مهم ملک دی او د ګاونډي هېوادونو امن د افغانستان سره تړلی دی".

افغانستان کې د سولې په اړوند قرېشي ويلي، "مونږ (پاکستان) هڅه کوو چې په افغانستان کې امن وي چې د سيمې د ثبات دپاره لاره هواره شي. مونږ تل د بېن الافغاني خبرو په حل ټينګار کړی او د مخې ته تلو دا يواځينۍ لاره ده".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر په خپله پلارنۍ سيمه ملتان کې يوې دستورې په وېنا کې وويل، "دا خبره د ډاډ وړ ده چې د سولې او روغې دپاره د خبرو عمل پېل شوی دی، مونږ تمه لرو چې په راتلونکو کې به ګاونډيان او نور فریقېن په دې ورګډ کړی شي".

هغه زياته کړې پاکستان به د افغانستان د سولې په بهير کې د سهولت کار رول ترسره کوي او هيله يې څرګنده کړې چې نور هېوادونه به هم د دې ګډ مسؤليت ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د تېرې يوې مودې نه د سولې خبرې روانې دي او په دغه لړ کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څو ځله د طالبانو سره ليده کاته هم کړي خو تراوسه کومه ختمي نتيجه مخې ته نه ده راغلې.

پاکستان د اولې ورځې نه وايي د افغانستان د سولې ملاتړ کوي او په دغه لړ کې د سهولت کار رول لوبوي.

شاه محمود قرېشي په پاکستان کې د ترهګرۍ په تازه پېښو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې د ترهګرۍ پرضد جوړې قامي تګلارې عملي کېدو سره ترهګري قابو کېدی شي.

هغه تور لګولی چې په قامي تګلاره په تېرو حکومتونو کې عمل نه دی شوی.

پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م پېښور کې په سکول د ترهګر بريد وروسته جوړه شوې وه.

په ياد بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره یې د سکول ماشومان وو. تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې وه.

شاه محمود قرېشي د هند د نوي جوړېدونکي حکومت سره د خبرو په اړوند ويلي، پاکستان تيار دی چې د هند سره د سیمې د هېوادونو د سوکالۍ او امن دپاره په ټول مسلو خبرو ته کښېني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG