د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي دوي د شمالي وزيرستان خړ کمر علاقې ته د احتجاج دپاره روان ؤ په لار کې پرې په چيک پوسته ډزې شوي او ملګري يې ژوبل شوي دي.
محسن داوړ وايي هغه د علي وزير او ګڼو ملګرو ترڅنګ په کاروان کې روان ؤ او چې کله د خړ کمر د پوځي چيک پوستې څخه واوړېدل ډزې پرې وشوې او هغه ادعا کوي د ۲۵ نه تر ۳۰ پورې ملګري ژوبل شوي دي.
نوموړی وايي هغه په خپله په لاس په ډز لګېدلی خو نوعیت معمولي دی، هغه وویل پوځيانو په چيک پوسته علي وزير نیولی دی.
بل لور ته د شمالي وزيرستان انتظاميه وايي د خړ کمر په چيک پوسته د محسن داوړ ساتونکي ډزې کړي او د هغې په ځواب کې بیا امنيتي سرتېرو ډزې کړي دي.
د سرچينو ترمخه د ميران شاه روغتون ته څلور ژوبل کسان راوړ ل شوي دي.
د پوځ لخوا د پېښې په اړوند په سمدستي ډول کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.
د پي ټي اېم مشرې غړې ثنا اعجاز په ټویټر ويلي،
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان رياستي امنيتي ادارو لخوا ډزې روانې دي، د مالوماتو ترمخه د محسن داوړ په ګډون پکې ۱۵ تنه ژوبل شوي، علي وزير او ګل عالم سره د ملګرو نیول شوي دي.
محسن داوړ او علي وزير سره د وزيري جرګې د مشر ګل عالم وزير په کاروان کې خړ کمر علاقې ته احتجاجي ناستې ته روان وو.
د شمالي وزيرستان د دته خېل تحصيل په خړ کمر سيمه کې پرون د خالي، شنبې په ورځ ځايي خلکو احتجاجي ناسته پېل کړې چې په علاقه کې په وروستيو کې د بدامنۍ د پېښو رامنځته کېدو وروسته بيا د ځايي خلکو زورول پېل شوي دي.
د خړ کمر سيمې د پېښې په اړوند نور جزيات درسره شريکوو.
د شمالي وزيرستان دا تازه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستيو کې د پي ټي اېم مشرانو او غړو ته د پوليس لخوا د ګواښ ليکونه ورکړی شوي چې دوي ته د مرګ ګواښونه دي.
دوه ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ويلي ؤ، "د پي ټي اېم ملګرو ته ګواښونه کيږي او هغه په داسې وخت کې کيږي چې د پوځ وياند وايي چې ستاسو وخت نور پوره دی نو تاسو اندازه لګوئ چې ګواښونه بيا څوک کوي په دې هر څوک خبر دی".
د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د تېرې میاشتې په وروستيو کې په پي ټي اېم د افغانستان او هند د استخباراتي ادارو نه د پېسو اخيستو تورونه لګولي او ويلي يې ؤ دوي چې څومره ازادي اخیسته هغه يې واخيسته نور يې وخت پوره دی.