لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"دپاکستان ریاست په پي‌ ټي ایم برید کړی"په سوشل میډیا کلک غبرګون


دبشري حقونو دپاره مبارزه کوونکو اؤ مدني فعالانو شمالي وزیرستان کې دپښتون ژغورنې غورځنګ په فعالانو شوی برید د ریاست لخوا په بې وسلې عوامو وسله واله حمله ګرځولې اؤ ددې یې په سختو ټکو غندنه کړې ده.

دپي‌‌ ټي ایم مشران وایي اتوار په ورځ شمالي وزیرستان کې د یوې احتجاجي‌ غونډې په مهال دپاکستان پوځیانو د پي‌ ټي ایم په مشرانو اؤ فعالینو نیغ په نېغه ډزې کړي چې پکې تر ۳۰ؤ زیات کسان ژوبل شوي دي.

دپوځیانو په ډزو کې د ژوبل شوؤ کسانو عکسونه په سوشل میډيا خلک خپروي اؤ ورسره د پوځ ددې عمل په کلکو ټکو کې غندنه کوي.

په سوشل میډیا پي‌ ټي ایم باندې شوی برید ټرینډ جوړ شوی اؤ ګڼو خلکو د “ریاست په پي‌ ټي ایم برید کړی”دعنوان لاندې دخپلو جذباتو اظهار کړی چې په هغې کې احتشام افغان په ټوئټر لیکلي پښتنو سره دا هرڅه د تعصب په اساس روان دي.

ښاغلی افغان زیاتوي “کشمیر کې هندي پوځیانو کله هم په عامو خلکو ډزې نه دي کړي.فلسطین کې هم کله عام خلک نه دي په نخښه کړل شوي خو پښتانه سرعام په ګولیو غلبیل کولی شي،ایا دا د پښتنو نه دتاریخ دکوم بدل اخستلو په توګه کیږی؟”

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرې ثناء اعجاز په ټوئټټر پخلی کړی چې دپوځ لخوا شوي برید کې محسن داوړ پخپله هم ژوبل شوی اؤ علي وزیر اؤ ډاکټر ګال عالم وزیر پوځیانو نیولي دي.

دبشري حقونو دپاره په مبارزه د بوختې ملالې یوسفزئ لیکوال پلار ضیاء الدین یوسفزي شمالي وزیرستان کې دپي‌ ټي ایم په پرامنه احتجاج د ډزو کلکه غندنه کړې اؤ دپاکستان د وزیراعظم عمران خان اؤ دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باوجوه نه یې غوښتي چې باید دغه پېښې ته پام ور ورګرځوي،

احمد وقاص ګورایا لیکلي چې دپاکستان پوځ دقامي اسمبلۍ په غړي برید کړی دی چې پکې ګڼ شمیر کسان ژوبل شوي، پوځ اوس پخپلو وګړو بریدونه کوي

خو په پاکستان کې بیا زیاتره د ټي‌ وي چینلونو د پي ټي ایم

په غړو دشوي برید خبرونه په الټه ډول نشر کړي دي.

یو شمیر چینلو پخپلو خبرونو کې ویلي چې د پي‌ ټي ایم کسانو اؤ دمحسن داوړ ساتونکو په چیک پوسټ حمله اؤ‌ ډزې کړي دي.

خو محسن داوړ بیا دا خبره بیخي ناسمه بللې ده اؤ ویلي یي‌ دي دهغه د ساتونکي خو پته هم نه لګي چې چرته دی خو پوځ د پي ټي ایم غړي نیغ په نیغه ویشتلي دي

په سوشل میډیا ددغه پېښې اړوند یو شمیر عکسونه اؤ ویډیوګانې هم خپرې شوي چې پکې زخمیان په وینو سره لیدل کیږي خو ددغو ویډیو ګانو اؤ عکسونو پخلی نه دی شوی چې اصل دي که نا؟

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG