لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیرستان:پوځ دپي‌ ټي‌ ایم د درېوؤ فعالینو د وژل کیدو پخلی وکړو، پینځه پوځيان هم ژوبل دي


دپاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې دپي‌ ټي‌ ایم اؤ پوځ ترمنیځ دشوې نښتې پړه په پي ټي ایم ور اړولې ده اؤ‌ ویلي یې دي دمحسن داوړ اؤ علي وزیر مشرۍ کې د پي ټي‌ یم فعالینو په امنیتي پوسته برید کړی چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي دي.

پوځ منلې ده چې دهغوئ لخوا په شوؤ ځوابی ډزو کې د پي‌ ټي‌ ایم درې کسان وژل شوي اؤ ۱۰ نور ژوبل شوي چې د پوځ په بیان کې ورته د برید کوونکو نوم ورکړل شوی.

د اتوار په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن داوړ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې شمالي وزیرستان کې دیوه سیمې په خړ کمر امنیتي پوسته پوځیانو د پي ټي‌ ایم په هاغو فعالینو نیغ په نیغه ډزې کړي چې غوښتل یې سیمه کې یوې میرمنې سره د شوي زیاتي په ضد روان احتجاج کې برخه واخلي.

محسن داوړ دعوه کړې ده چې د پوځ لخوا دپي‌‌ ټي‌ ایم په بې وسلې فعالینو شوي برید کې د۳۰ؤ نه تر۴۰ؤ کسان ژوبل شوي خو پوځ سیمه کې ګرځ بندیز پځائ کړی اؤ‌ لا نه ده معلومه چې څومره خلک به په دغو ډژو کې وژل شوي وي.

خو پوځ داتوار په ماسپښین خپل یو بیان کې وویل چې په دغه پېښه کې (دپي‌ ټي‌ ایم) درې کسان وژل شوی اؤ‌ ۱۰ ژوبل شوي.

پوځ پخپل بیان کې ویلي وسله والې ډلې په امنیتي پوسته نیغ په نېغه ډزې کړي اؤ اؤ غوښتل یې چې ترهګرو ته دمرسته ورکوونکي یو ورانکاري خلاصولو دپاره په پوځ فشار راوړي.

پوځ منلې چې دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرعلي وزیر یې دهغه د نورو اتوؤ ملګرو سره نیولی اؤ محسن داوړ ـچې د پوځ بیان کې یې نوم محسن جاوید لیکل شوی ) دخلکو راپارولو نه وروسته خپله تښتیدلی دی.

محسن داوړ ددغه پېښې نه سمدستې وروسته ډیوه ته ویلي چې پوځ سیمه کې کرفیو پځائ کړی اؤ هیڅوک نه شي کولی چې د مړو اؤ زخمیانو کره معلومات وکړي یا زخمیان پورته کړي.

هغه ویلي چې پخپلو سترګو یې لیدلي چې پوځ څو ژوبل کسان دځان سره امنیتي پوستې ته راښکلي دي خو پوځ وایي چې ژوبل کسان یې پوځي روغتون ته لیږلي دي.

پاکستاني رسنیو هم لیکلي چې پي ټي ایم په پوځي‌ پوسته برید کړی خو په ټولنیزو رسنیو د پوځ اؤ پاکستاني میډيا په دغو دوؤ پسې خندا روانه ده اؤ خلک پوښتنې کوي چې وزیرستان کې خو دخلکو نه وسله پوځ ټوله کړې ده نو بیا په پوځ بې وسلې پرامنه احتجاج کوونکو څنګه وکړو؟

یو شمیر فعالینو دا د ریاست لخوا په بې وسلې وګرو برید ګرځولی اؤ ویلي یې دي چې پوځ اوس پښتنو سره په څرګنډه دښمنۍ ته لاس اچولی د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG