لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان د پېښې پرضد د خېبرپښتونخوا وکیلانو کاربنديز کړی عدالتونو ته نه دي تلي


د خېبرپښتونخوا وکيلانو پرون د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کې رامنځته شوې پېښې پرضد نن د صوبې په ټولو عدالتونو کې کاربنديز کړی او عدالتونو ته نه دي حاضر شوي.

د شمالي وزيرستان په خړکمر سيمه کې پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ په يوه چيک پوسته د ډزو په پېښه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غړي وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.

پوځ د دغو درې کسانو د وژنې او لسو تنو د ژوبلېدو پخلی کړی او ويلي يې ؤ چې د محسن جاوېد او علي وزير په مشرۍ ډلې په بويه کې د خړ کمر په سيمه کې په پوځي چيک پوسته بريد کړی دی.

پوځ ویلي په نښته کې د درې حمله کوونکو د وژنې او لسو ژوبلېدو سره پينځه پوځيان هم ژوبل شوي وو.

د پرونۍ پېښې په اړوند د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وي او ای ډیوه ته ويلي هغه، علي وزير او ګل عالم سره د کاروانه پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د وزيرستان خړ کمر سيمې ته احتجاج له روان او هلته پرې په پوځي چيک پوسته ډزې شوي ملګرو ته یې مرګ ژوبله اړول شوې ده.

پي ټي اېم ويلي د پوځيانو په ډزو کې د ۳۰ نه تر ۴۰ پورې کسان ژوبل شوي دي.

د پېښور هايکورټ بار کونسل مشر لطيف افريدی وايي دا ډېره سنګينه مسله ده چې پوځيان رالګي خلک په نعرو وژني.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ښاغلي وويل، پي ټي اېم د ائين مطابق حقونه غواړي او په پرامنه ډول احتجاج کوي پوځ دې د دوي پرضد د زوره کار اخيستل پرېږدي.

هغه وويل د پارلیمان منتخب ممبر څوک څنګه کولی شي چې يوې علاقې ته د تلو څخه يې ودروي.

افريدي وویل د پاکستان د حکومت او رياست نه غواړي چې د دغو ځوانانو مطالبې واوري د دوي احتجاجونه دې نه ودروي او د ټوپک د زور نه دې قلار شي.

هغه زیاته کړه احتجاج کول او حق غوښتل ائيني حق دی او څو پورې چې چا بغاوت نه وي کړی پرضد یې اقدام نه شې کولی او د پي ټي اېم د ځوانانو په بغاوت مجبورولو هڅه دې پرېښودی شي.

نوموړي د پاکستان په ميډيا هم سخت ټکونه وکړه او وې ويل چې د محسن داوړ پرضد يې د څو ورځو راهسې پروپېګنډا پېل کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG