لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیرستان د پېښې د پلټنو دپاره دې پارليماني کمېشن جوړ شي، اېچ ار سي پي


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن "د وزيرستان په پرونۍ پېښه اندېښنه څرګنده کړې چې پوځي طاقت کارول شوی او د پي ټي اېم لږ تر لږه درې غړي پکې وژل شوی دي".

اېچ ار سي پي ويلي اداره ګڼي چې دا پېښه به د پي ټي اېم د پلويانو او امنيتي ادارو ترمنځ د وړاندې نه موجود تريخوالی نور سېوا کړي او د قبایلي ضلعو د ولس او رياست ترمنځ د خليج سبب به وګرځي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د غورځنګ د مخکښ مشرانو او قامي اسمبلۍ غړو علي وزير او محسن داوړ او ګل عالم وزیر په مشرۍ کاروان د خړ کمر علاقې ته احتجاج له روان ؤ او په چيک پوسته پرې پوځيانو ډزې کړي دي.

پي ټي اېم وايي د ۴۰ نه زيات غړي يې ژوبل شوي دي او نور مالومات ځکه نه لري چې د پېښې سمدست وروسته هلته ګرځبنديز لګول او د موبايل او ټيليفون ټولې رابطې تړل شوي دي.

د پاکستان پوځ ويلي د محسن جاوېد (داوړ) او علي وزیر په مشرۍ ډلې په چیک پوسته بريد کړی په ځوابي ډزو کې درې حمله کوونکي کسان وژل شي لس ژوبل او پينځه پوځيان هم ټپيان شوي وو.

پوځ ويلي علي وزير يې سره د اته کسانو نيولی او محسن د موقعې څخه تښتېدلی دی.

اېچ ار سي پي غوښتنه کړې چې د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر او نيول شوي کسان دې خوشي کړی شي او د پېښې د پلټنو او رښتياؤ مالومولو دپاره دې په سمدستي ډول پارلیماني کمېشن جوړ کړی شي.

د بشري حقونو کمېشن ويلي پي ټي اېم چې د يو کال راهسې د سیمې د خلکو مسلې په پرامنه ډول ښکاره کوي د هغو د لرې کولو دپاره دې جدي هڅې وشي.

اېچ ار سي پي ويلي ۲۶ ائيني بدلون سره دې رسنيو او مدني ټولنې ته قبايلي سيمو ته رسايي ورکړي، او د ملک ميډيا دې هم د دې څيز احساس وکړي او د دغو علاقو په اړوند د خبر ورکولو په وخت دې د ديانتدارۍ مظاهره وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG