لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيرستان د خړ کمر د پېښې پرضد د بلوچستان وکیلانو هړتال کړی


د بلوچستان د وکيلانو کونسل د وزيرستان په خړ کمر سيمه کې په عام ولس د ډزو د پېښې غندنه کړې او ويلې يې دي په پرامنه خلکو ډزې کول د حکومت ويره څرګندوي.

بلوچستان بار کونسل نن د نهې، سه شنبې په ورځ په ټوله صوبه کې کاربنديز کړی عدالتونو ته نه حاضريږي.

د اتوار، يکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي د شمالي وزيرستان په خړکمر سيمه په يوه چيک پوسته د پوځ په ډزو کې د غورځنګ په غړو نېغې ډزې شوي دي.

د پاکستان پوځ تور لګولی د محسن جاوېد (داوړ) او علي وزير په مشرۍ ډلې په خړ کمر سيمه کې په پوځي پوسته بريد کړی او بيا په ځواب کې ډزو کې درې کسان وژل شوي لس ژوبل شوي او پينځه پوځيان هم ژوبل شوي وو.

پوځ ويلي علي وزير يې د اته نورو کسانو سره نيولی او محسن داوړ د موقعې څخه تښتېدلی ؤ. پوځ پرون د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي د خړ کمر په سيمه کې د پينځه نورو کسانو جسدونه ترلاسه شوي چې په ډزو ويشتل شوي دي.

علي وزير او محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران او د قامي اسمبلۍ غړي دي.

محسن داوړ د پوځ دغه تور چې په پوسته د پي ټي اېم غړو برید کړی دروغژن ګرځولی او ويلي يې دي د پوځيانو په ډزو کې ۱۳ کسان وژل شوي او په ګڼ شمېر کې نور ژوبل شوي دي.

د بلوچستان بار کونسل اېګزېکټيو کمېټۍ غړی منیر احمد خان کاکړ وايي په ملک کې قانون او ائين شته او د قانون او ائين لاندې هر چا ته حق حاصل دی چې خپل حق وغواړي، بايد حکومت د ولس حق ورکړي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د خړ کمر د پېښې دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي چې پلټنې يې وکړي او د نورو دغه ډول پېښو مخنيوی دې وشي.

د کونسل يو بل غړي راحب خان بلېدي ويلي حکومت د ولس په مال او ځان ساتنه کې پاتې راغلی او په مظلومه پښتنو ډزې کول ماورائ ائین اقدام دی او له دې ووړاندې هم حکومت په مظلومه بلوڅو او سندهيانو دغه ډول تشدد کړی دی.

بليدي ويلي د شمالي وزيرستان پېښه د بشري حقونو سخته سرغړونه ده او د سپريم کورټ د مشر قاضي نه یې په پېښه د نوټس اخيستو غوښتنه کړې ده.

د کوټه بار اېسوسي اېشن هم ویلي نن د نهې، سه شنبې په ورځ به په عدالتونو کې په بشپړ ډول کاربنديز وي او وکيلان به عدالتونو ته نه حاضريږي.

پرون د خېبرپښتونخوا وکيلانو هم د يادې پېښې پرضد په ټوله صوبه کې د عدالتي کارروايۍ څخه بايکاټ کړی ؤ.

د پاکستان زياتره سياسي ګوندونو د خړکمر پېښه غندلې او د بشري حقونو ادارې اېچ ار سي پي د پېښې د پلټنو دپاره د پارلیماني کمېټۍ جوړولو غوښتنه کړې ده.

د يادې پېښې پرضد د پرون راهسې په ميران شاه کې احتجاجي پرلت هم پېل شوی دی.

د خړ کمر د پېښې وروسته د بلوچستان په بېلابيلو برخو کې پرله پسې دوه شپې احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG