لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملابرادر:دافغانستان اشغال دې پائ ته ورسول شي،سولې ته ژمن یو


ملا عبدالغني برادر
ملا عبدالغني برادر

دطالبانو دوهم لوړپوړي مشر اؤ دسولې دخبرو استازي ملاعبدالغني برادر ویلي چې طالبانو سولې ته کومه ژمنتیا ښودلې په هغې نن هم ولاړ دي خو سولې ته د رسیدلو دپاره باید دسولې مخې ته پراته خنډان له مینځه یوړل شي.

ملا عبدالغني چې دطالبانو د ویو پلاوي په مشرۍ یې ماسکو کې دافغانستان اؤ روسیې د سل کلنو ډپلوماټیکي اړیکو دنمانځلو په موخه راجوړې شوې غونډې کې برخه اخستې ده.دغه غونډې ته خپله وینا کې ویلي دسولې دپاره ضروري ده چې دافغانستان اشغال باید پائ ته ورسول شي.

ملاعبدالغني برادر چې تل یې رسنیو سره له مخامخ کیدلو ډډه کړې ده ،دا لمړی ځل دی چې دماسکو په غونډه کې رسنیو ته مخ شوی اؤ خپلې خبرې یې هم کړي دي.

په دغه غونډه کې دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د افغان سیاسي مشرانو دیو ۲۵ کسیز هئیت په مشرۍ برخه اخستې ده،هغه غونډې ته پخپله وینا کې ویلي چې د روسیې اؤ افغانستان اړیکې دخورا اهمیت وړ دي.

دافغانستان دصدارتي ټاکنو کاندید حنیف اتمر غونډې ته د وینا په مهال په امریکا، روس اؤ چین غږ کړی چې افغانستان کې دسولې په اړوند خپل کردار ترسره کړي.

دافغانستان دسولې دعالي شورا مشر کریم خلیلي افغانستان کې دسولې په ټېنګښت ټینګار کړی اؤ پخپلو خبر کې یې ویلي چې جنګونو کې د دواړو خواو نه وژنې کیږي،دخلکو زیان کیږي ،باید نوره دسولې لار تعقیب کړل شي.

دغه غونډې ته پخپله پرانستونکې وینا کې د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې دافغانستان ستونزه هیڅ پوځي هواری نه اؤ دخبرو اترو دلارې باید دسولې دتامین هڅې وکړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG