لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تمریناتي لوبه:افغان لوبډلې انګلینډ نه په نهمو وکټونو ماتې وخوړله


دکرکټ دنړیوال جام دسیالیو نه وړاندې په کیدونکو تمریناتي لوبو کې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته له ماتیدو ورکولو وروسته په دوهمه تمریناتي سیالۍ کې د انګلینډ دلوبډلې څخه دنهو وکټونو په زیان درنه ماتې خوړلې ده.

په انګلینډ کې ترسره شوې دغه تمریناني سیالۍ کې لومړۍ لوبه دافغانستان لوبډلې کړې وه چې مخالف لوري ته یې ۱۶۱ منډو هدف ورکړی ؤ .

کله چې دانګلینډ لوبډله بیټینګ ته ودریدله نو په ۱۷.۳ اوورونو کې یې یوازې د یو لوبغاړي په تاوان دافغان لوبډلې لخوا ورکړل شوی هدف ترسره کړو.

دانګلیند جوني بیئراسټو ۳۹منډې جوړې کړې اؤ دمحمد نبي په بال وسوځیدلو، دوهم اوپنر جیسن ورئی د جوئی روټ‌سره په ګډه خپله لوبډله ورکړل شوي هدف ته ورسوله.

هغه په ۴۶ؤ بالونو ۸۹مندې جوړې کړې چې پکې څلور شپږیزې اؤ ۱۱ څلوریزې هم شاملې وې .

هم دغه راز جوئی روټ ۲۹منډې جوړې کړې اؤ تر اخره یې ځان له سوځیدلو وساتلو.

تر دې وړاندې دافغانستان ټوله لوبډله په۳۹ؤ اوور کې په ۱۶۰ منډو سوځيدلې وه ،محمد نبي تر ټولو زیاتې ۴۴ اؤ نورعلي زدران ۳۰ منډې جوړې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG