لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول:علي وزیر دې پارلیمان ته راوستل شي چې قام خبر شي وزیرستان کې څه روان دي؟


دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دخړ کمر په پېښه د وزیراعظم عمران خان اؤ دپښتونخوا صوبې دوزیراعلي محمود خان په غلي پاتې کیدلو پوښتنې راولاړې کړي دي اؤ غوښتنه یې کړې چې علي وزیر باید پارلیمان ته راوغوښتل شي ترڅو خپل دریځ وړاندې کړي.

دقامي اسمبلۍ غړی اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ وتلی مشر علي وزیر روانه اوونۍ دشمالي وزیرستان په خړ کمر چیک پوسټ وروسته له هغې پوځیانو نیولی چې غوښتل یې یوه احتجاجي ناسته کې برخه واخلي.

پي ټي ایم وایي په دغه مهال پوځ په عام بې وسلې ولس ګولۍ ورولي چې پکې ۱۳ کسان وژل وژل شوي تر۴۰ؤ نور ژوبل دي خو پوځ بیا دعوه کوي چې دعلي وزیر اؤ محسن داوړ په مشرۍ یو شمیر خلکو په امنیتي پوسته برید کړی.

دچهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري تور لګولی چې وزیراعظم عمران خان ریاست دخپلو مخالفینو په ضد کاروي اؤ غواړي چې دهیواد په هره اداره قبضه وکړي.

ښاغلي بلاول وویل د وزیرستان په پېښه کې یوازې د یو اړخ(پوځ) دریځ وړاندې کړل کیږي خو دبل اړخ( پي‌ ټي ایم) دریځ مخې ته نه راځي.

دا مهال په پاکستاني میډیا کلکې نیوکې روانې دي چې یوازې دپوځ خبرونه خپروي خو د پي ټي ایم کوم په لسګونو فعالین چې دپوځ ډزو کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دهغې په اړه یې ځان غلی کړی دی.

دپیپلز ګوند مشر وویل دقامي اسمبلۍ اسپیکر باید د پارلیمان د نیول شوي غړي علي وزیر اسمبلۍ ته د راوستلو امر وکړي تر څو هغه پارلیمان اؤ ټول قام دخپل دریځ‌ څخه خبر کړي اؤ خلکو ته معلومه شي چې وزیرستان کې څه روان دي.

د پریس کانفرنس په مهال هغه پوښتنه وکړه چې وزیراعظم ، وزیراعلي اؤ ددفاع وزیر ولې ورک شوي اؤ په دې معامله کې په نظر نه راځي ؟

هغه وویل چې ګوند به یې د وړوکي اختر نه وروسته سړکونو ته را اوځي اؤ‌ په احتجاجي تحریک به لاس پورې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG