لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا د وېنزوېلا پر سر د جنیوا له خبرو بایکاټ وکړ


ربړټ وډ

واشنګټن: په جنیوا کې د وېنزوېلا د سفیر لخوا د ملګروملتونو د بې وسلې کولو د خبرو د میاشتنۍ دوریي مشرۍ له پېلېدو سره سم د امریکا سفیر رابړټ وډ له غونډې وتلی او بایکاټ یې اعلان کړی.

خو غونډه بیا هم په وېنزوېلا کې د نکالوس مدورو د حکومتي استازو لخوا پر مخ وړل شوې ده.

د بې وسلې کولو په دغو خبرو کې د امریکا سفیر رابړټ وډ وویل:

"د لنډ مهالي ولسمشر یان ګوېدو استازی باید په دې خبرو کې وای او په هاغې څوکۍ باید همدا اوس ناست وای. مونږ هیله څرګندو چې ډېر ژر به په هاغې څوکۍ باندې د یان ګوېدو استازی کښیني ځکه د پخواني ولسمشر نیکالوس مدورو رژیم اوس مړ دی."

امریکا او د نړۍ تر ۵۰ زیاتو هېوادونو ګوېدو د و وېنزوېلا د لنډ مهالي قانوني رهبر په توګه په رسمیت پېژندلی.

خو مدورو دولتي دندې په واک کې لري او د هېواد د لوړ پوړو پوځي مشرانو ملاتړ ورسره دی.

ددې ترڅنګ روسیه، کیوبا، ایران او چین هم د مدورو د رژیم ملاتړ کوي.

د بې وسلې کولو په دغو خبرو کې د وېنزوېلا استازی هورهې ولېرو هم د امریکايي استازي د خبرو په اړه توند غبرګون څرګند کړ.

"نن په غیر ډپلوماټیکه او غیر اخلاقي توګه له خبرو څخه وتل نه یواځې د خبرو مشر تابه ته بې احترامي وه بلکه دا د ټولو استازو او ډپلوماټانو شتون ته هم یوه بې احترامي وه."

په دغه مهال د پاکستان، شمالي کوریا، میانمار، کیوبا، ایران، سوریې او روسیې لخوا د وېنزوېلا سره ملاتړ څرګند شوی او د دوی په وینا دغه غیر ضروري او په جعلي توګه د ددغه کانفرانس د سیاسي کولو هڅه یې رد کړې ده.

وډ وویل، نړیوالو ادارو ته رښتینی ګواښ هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې خطرناک کسان د مشرتابه په څوکیو کار پیل کړي.

"زه فکر کوم هغه څه چې مونږ یې باید په اړه اندېښنه ولرو هغه دا دي چې په ګڼ اړخیز سیستم کې د و وېنزوېلا ، سوریې او ایران په څېر هېوادونه مشري په غاړه واخلي."

په ورته وخت کې، د ارجنټاین، برازیل او چیلي په ګډون د لاتینې امریکا ځینې استازي چې ګوېدو هم په رسمیت پېژني دغه کانفرانس ته نه دي ورغلي.

XS
SM
MD
LG