لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبرتانیې ملکې دنړېوال کپ دلوبډلو کپتانانو ته شاهي محل کې میلمستیا ورکړې


په انګلینډ کې دکرکټ دنړیوال کپ دسیالیو پیل کیدلو له مخې د برتانیې ملکې الزبتهـ دوئم اؤ شهزاده هیري دنړیوال کپ په سیالیو کې دبرخه اخستونکو لسو لوبډلو کپتانانو ته په شاهي محل کې یوه زړه پورې میلمستیا ورکړې ده.

ټاکل شوې ده دنړیوال کپ دمقابلو لمړۍ سیالي نن دپاکستان به وخت ماسپښین دوه نیمې بجې د انګلینډ اؤ جنوبي افریقه د لوبډلو ترمینځ‌ کیږي. خو ددغه سیالېو پیل کیدلو څخه دمخه د برتانیې دشاهې محل مخې ته دنړیوال کپ د دستورو یوه زړه پورې پرانسته شوې ده .

دنړیوالو رسنیو له مخې د برتانیې په شاهي محل کې د لسو واړو لوبډلو کپتانانو لمړی د شهزاده هیري سره لیدنه کړې اؤ وروسته دبرتانیې ملکې خپل حضور ته بللي دي.

په دغه مهال ملکې الزبتهـ دهرې لوبډلې د کپتان سره روغبږ کړی اؤ دهغوئ دلوبډلو دپاره یې ښې هیلې ښکاره کړي دي.

دبرتانیې دملکې سره د ورلډکپ د لوبډلو دکپتانانو عکسونه په ټوئټر اؤ نورو رسنیو د نړیوال کپ د رسمي پاڼې څخه خپاره شوي چې پکې لیدل کیږي دبرتانیې ملکه د کپتانانو په مینځ کې ناسته ده اؤ په ځېنو عکسونو کې د لوبډلو د مشرانو سره په ورین تندي روغبړ کوي.

دنړیوال کپ په سیالیو کې به دټاکل شوي مهال ویش له مخې دافغانستان لوبډله خپله لمړۍ لوبه دجون په لمړۍ نیټه د اسټریلیا سره کوي‌،

په دغو سیالیو کې به دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ سیالي په ۲۹م جون کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG