لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکرکټ دنړیوال کپ سیالۍ نن پیل کیږي،دپرانستې دستوره کې ملالې یوسفزئ چیلنج کرکټ وکړو


دکرکټ د نړیوال کپ دسیالیو لړۍ نن په انګلینډ کې دکوربه لوبډلې انګلینډ اؤ دکرکټ دنړېوالې اتلې لوبډلې جنوبي افریقه ترمینځ دلمړۍ لوبې څخه په وول کې پیل کیږي خو دلوبو دلړۍ پیل کیدو څخه دمخه د برتانیې دشاهي محل مخې ته د نړیوال کپ دلوبو پرانسته په پرتیمنو مراسمو سره شوې ده.

دپرانستې مراسمو کې په دهاغو لسو واړو هیوادونو وتلو شخصیاتو برخه اخستې چې لوبډلې به یې په دې سیالیو کې لوبیږي.

دنوبل جائزې ګټونکې پښتنې مبارزې ملاله یوسفزئ هم دنړیوال کپ دپرانستې خوندوره دستوره کې دپاکستان په استازیتوب برخه اخستې اؤ دپاکستان دټیسټ کرکټ دلوبغاړي اظهر علي سره یې په ګډه د ۶۰ؤثانیو دچیلنج کرکټ لوبه هم کړې ده.

دغه خوندورې دستورې ته د برتانیې دشاهي محل مخې ته په سړک د ۴۰۰۰ نه زیات د کرکټ مینه وال راټول شوي وؤ.

ملالې یوسفزئ اؤ اظهر د ۶۰ثانیو په چیلنج کرکټ کې په ګډه۳۸منډې جوړې کړي دي خو دغه چیلنج لوبه انګلینډ ګټلې ځکه چې دانګلینډ لوبډلې ۷۴منډې جوړې کړې.

په دغه موقعه د۲۰۱۹ نړیوال کپ هم په اسټیج ایښودل شوی ؤ اؤ دکرکټ مینه والو دپاره ټنګ ټکور هم روان ؤ.

د کرکټ دنړیوال کپ دپرانستې دپاره راټولو شوؤ د کرکټ مینه والو ته ملاله یوسفزئ پخپله وینا کې وویل هغه نن ډیره خوشحاله ده چې په دې دستوره کې برخه لري.

ملالې یوسفزئ وویل د کرکټ سره یې له وړوکوالي مینه درلوده اؤ اوس هم دغه لوبه ډیره خوښوي اؤ خوند ترې اخلي

د نړیوال کپ د سیالیو لمړۍ لوبه نن دپاکستان به وخت ماسپښین دوه نیمې بجې د انګلینډ اؤ جنوبي افریقه د لوبډلو ترمینځ‌ کیږي .

دانګلینډ ټوپ وهونکو دپاکستان په ضد یو ورځني سیریز کې غوره کارکردګي ښودلې وه اؤ اوس هم ددې لوبډلې مشر ائن مورګن ویلي دي چې هغوئ دخپل کور په لوبغالې کې دلوبې ګټلو ته بشپړ هیله من دي.

د نړیوال کپ دوهمه سیالي به دپاکستان اؤ ویسټ انډیز ترمینځ په ۳۱ مئ نوټنګهم کې کیږي.

دټاکل شوي مهال ویش له مخې به دافغانستان لوبډله د نړیوال جام دکرکټ په سیالیو کې خپله لمړۍ لوبه دجون په لمړۍ نیټه د اسټریلیا سره کوي‌،

په دغو سیالیو کې به دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ سیالي په ۲۹م جون کیږ

XS
SM
MD
LG