لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنجال پسې جنجال، دپاکستان سرنوشت څه دی؟


څیړونکي وایي دپاکستان خلک،اسټبلشمنټ اؤ حکومت دهیواد وروستیو معاشي،سیاسي اؤ ټولنیزو حالاتو دانتها تر حده پرېشانه کړي خو دپاکستاني ولس اکثریت به بیا هم دیو داسې خوځښت پلوي پاتې نه شي چې دپاکستان وجود ماتولی شي .

دپاکستان د دي نیوز ورځپاڼې د وتلي خبریال ښاغلي مشتاق یوسفزي په وینا دامهال پاکستان دخپل تاریخ دتر ټولو سخت معاشي بحران څخه تیریږي خو ددې ترڅنګ ګڼو سیاسي اؤ ټولنیزو ستونزو هم دغه هیواد پخپله لمنه کې اخستې دی.

هغه وایي پاکستان د وړاندې نه د ډیرو زیاتو مشکلاتو سره مخ ؤ اؤ اوس چې دکله نه دتحریک انصاف حکومت جوړ شوی نو مخالفین یې دا نیوکي لري چې دا حکومت پوځ جوړ کړی خو بیا هم خلکو دا هیلې لرلې چې تیرو حکومتونو څه نه وؤ کړي خو دا حکومت به د ولس په هیلو پوره وخیژي خو متاسفانه چې داسې ونه شول.

دپاکستان دماتیدلو تجزیې څومره حقیقت لري؟

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ښاغلي مشتاق یوسفزي وویل “په پاکستان کې هر وخت مشکلات وي که هغه دصوبو ترمینځه وي، که دفرقو یا د قامونو ترمینځ اؤ که مخالفین وغواړي نو دې هیواد کې هر وخت د اور پیدا کولو دپاره بڅري موجود دي”

نوموړی وایي په پاکستان کې دا حالات نه خو امریکې جوړ کړي دي اؤ نه نورو مخالفینو بلکې دهیواد سیاسي ګوندونه ،پوځي جنرالان اؤ نورې ادارې ددې حالاتو ذمه وار دي.

هغه وایي دپاکستان موجوده حالاتو ته که وکتل شي نو یو هغه وخت ؤ چې پاکستان جوړ شو اؤ هیڅ پکې نه وؤ د هر لوري مشکلات وؤ اؤ یو نني حالات دي چې پاکستان پکې د هر لوري مشکلاتو سره مخ دی.

تاسو وګورئ،دهیواد اقتصاد په کومه روان دی، سیاست څومره بدنام کړل شو،نن مهم سیاسي مشران د درغلیو په تور نیول کیږي، په وزیرستان اؤ بلوچستان کې خو حتی ځېنو خلکو دبیلتون خبرې شورو کړي.بلوڅان خفه دي،پښتانه ،پنجابیان اؤ سندهیان خفه دي دا هرڅه ښایي چې پاکستان کې حالات په کوم لوري روان دي؟

خو مشتاق یوسفزی بیا هم په موجوده حالاتو کې ددې تجزیو سره اتفاق نه کوي چې ګنې روان حالات دپاکستان دماتیدلو سبب هم جوړیدلی شي

هغه وایي سمه ده چې ځینې خلک به دملک دماتیدلو غږ پورته کوي خو دغه غږ ډیر محدود یا یوازې تر څو ضلعو دی چې هیڅکله موثر نه شي ثابتیدلی.

چې ژوند عذاب شي،خلک به څه کوي؟

خو دشمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی وتلی خبریال ناصر داوړ بیا وایي چې دملک دماتیدلو خواهش هیڅوک نه لري خو کله چې پخپل هیواد کې په خلکو ژوند حرام کړل شي نو هغوئ بیا دخپلې بقاء دپاره دهرې لارې انتخاب کوي.

ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ وویل” د وزیرستان خلک خو چغې وهي چې هغوئ خپل ټول حقونه دپاکستان دائین دلاندې غواړي اؤ هیڅکله یې دبیلتون خبره نه ده کړې خو تاسو وینئ چې د وزیرستان دخلکو ائیني غوښتنو ته په کوم شکل ځواب ورکړل کیږي؟”

دښاغلي داوړ په وینا دپاکستان اقتصادي اؤ سیاسي حالاتو اؤ بیا دبلوچستان وضعیت ته په کتلو سره خو پکار ده چې واکمنه طبقه دمشکلاتو په درک کولو سره د وزیرستان دخلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي اؤ دهغوئ دمحرومۍ احساس له مینځه یوسي خو له بده مرغه دغسې نه کیږي چې دا دپاکستان په راتلونکي ارو مرو بدې اغیزې لرلی شي.

خبریال مشتاق یوسفزی وایي بیا وایي هرکله چې واکمنان دخلکو غوښتنو نه مخ ګرځوي اؤ حالات همدغسې ورځ‌ په ورځ پیچلي کیږي نو ددې تر ټولو لویې زیان دادی چې دهیواد د ادارو نه دخلکو باور پورته کیږي اؤ د ریاست په یوه خبره هم باور نه کوي.

دستونزو دپاسه ستونزې،اغېزې یې څه دي؟

په دې وروستیو کې ایي ایم ایف سره دپور دتړون نه وروسته پاکستان کې دګرانۍ راغلي طوفان د غریب اولس نه چغې خلاصې کړي دي خو ددې سره جوخت دحکومت په ضد دمخالفو سیاسي ګوندونو په یوه لیکه راټولیدلو،د وزیرستان اؤ بلوچستان دننه دبغاوت په څیر حالاتو اؤ دنیب په چئیرمین لګیدلو تورونو هم دپاکستان واکمنان په چکر کې اچولي چې څنګه باید ځان له دغو حالاتو وباسي؟

نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دپور دتړون نه وروسته په پاکستان کې د ډالر دنرخ سیوا کیدلو له امله په سیوا شوې ګرانۍ دحکومت په ضد بحثونه شروع وؤ چې مخالفو سیاسي ګوندونو تیره اوونۍ دپیپلز ګوند دمشر بلاول بوټو زرداري لخوا د راجوړ شوي روژه ماتي په مهال پرېکړه وکړه چې د وړوکي اختر نه وروسته به ټول ګوندیز کانفرنس کې د احتجاجي‌ تحریک په پیل کولو غور کوي.

هم په دغه جنجالي صورتحال کې بیا دپاکستان داحتساب د ملي ادارې نیب په مشر پسې تړلې داسې ویډیوګانې په سوشل میډیا مخې ته راغلې چې پکې هغه پخپل دفتر کې یوې ښځې سره په غیراخلاقي خبرو اؤ حرکتونو کولو لیدل کیږي خو نیب پخپل یو وضاحتي بیان کې ویلي چې دغه ویډیوګانې هیڅ حقیقت نه لري اؤ مقصد یې دنیب چئیرمین بدنامول دي.

خبریال مشتاق یوسفزی وایي دې ټولو حالاتو یقیناً چې دهیواد اصل واکمنه طبقه پرېشانه کړې ده اؤ نه پوهیږي چې په کوم محاذ دحالاتو ښه کولو دپاره لاس پښې ووهي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG