لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زابل:امنیتي ځواکونو دطالبانو زندان مات کړی اؤ لسګونو بندیان یې راخوشې کړي


دافغانستان دفاع وزارت وايي،د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو د طالبانو په زندان چاپه وهلې اؤ ۲۸ بندیان یې له بند څخه ازاد کړي دي.

د دفاع د وزارت ویاند زبیر عارف امریکا غږ ډیوه ته ویلي چې په ازاد شوؤ کسانو کې ۱۲امنیتي سرتیري او ۱۶ نور عام ولسي خلک شامل دي.

عارف وویل"داعملیات بیګاه شپه امنیتي ځوکونو اوپه ځانګړي توګه دکمانډو سرتیرو لخوا دزابل په نوبهار ولسوالۍ کې ترسره شوي چې دهغې په پایله کې زمونږ ۲۸ تنه هیواد وال ازاد شوي دي"

دفاع وزارت ویاند زبیر عارف زیاته کړه په زندان دافغان ځواکونو دعملیاتو د ترسره کیدو پرمهال له طالبانو سره نښته هم رامنځته شوې خو په وینا یې افغان ځواکونه تلفات نه لري خو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله رسیدلې ده.

د زابل ولایتي شورا غړي اسدالله کاکړ ډیوه ته ویلي هغه کسان چې له دې زندان څخه دافغانستان امنیتي ځوکونو په عملیاتو کې ازاد شوي سخت شکنجه شوي او په وجود یې دو هلو ټکولو نخښې له ورایه ښکاریدلې.

نوموړي وویل"بندیان په ډیربد حالت کې په یوه سمڅه کې ساتل کیدل په زنځیرونوی ې تړلي وؤ مختلفې شکنجې ورکړل شوې وې او دبندیانو په بدن دوهلو او ډبولو نخښې ښکاره کیدلې"

وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دزابل ولایتي شورا وايي د نوبهار ولسوالۍ نږدې۷۰ سلنه خاوره د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده او په۳۰ فیصده خاروه افغان حکومت حاکمیت لري.

اسدالله کاکړ وايی طالبانو څلور کاله وړاندې په نوبهار ولسوالۍ کې وروسته له هغې دهمدې زندان په جوړولو لاس پورکړو چې د ولسوالۍ زیاته برخه یې ترخپلې ولکې لاندې راوسته.

د ازبل سیمه ییزو چاروکو داخبره هم کړې ده چې له تیرو پینځوؤ کلونو راهیسې د نوبهار ولسواۍی مرکز شینکی ولسوالۍ ته نږدې د لوړګي سیمې ته د ناامنیو له امله لیږدول شوی ولسوالي په اصلي ځای کې شتون نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG