لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ پولیسو ته ګرفتاري ورکړه،دوزیرستان پرلت هم وځنډول شو


دپښتون ژغورنې غورځنګ د وتلی مشر علي وزیر له نیول کیدلو وروسته پولیسو ددغه غورځنګ بل مهم مشر اؤ دشمالي وزیرستان څخه دپارلیمان غړی محسن داوړ هم نیولی دی.

محسن داوړ د زیارت په ورځ وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې هغه پولیسو ته ګرفتاري پخپله ورکړې ده ځکه چې په هغه ایف ايي ار شوی ؤ اؤ ګرفتاري یې یوه قانوني تقاضه وه .

دسیمې څخه د وائس اف امریکا ډیوه دخبریال له مخې محسن داوړ دیو شمیر قبائیلي مشرانو اؤ دپي ټي ایم دغړو په بدرګه کې د زیارت په ورځ دکمشنر دفتر ته ورغلی اؤ دغلته یې پولیسو ته پخپله خوښه ګرفتاري ورکړې ده.

له نیول کیدلو وروسته دترهګرۍ ضد پولیسو محسن داوړ دترهګرۍ دمخنیوي محکمې ته وړاندې کړی اؤ محکمې هغه د پینځوؤ ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

په محسن داوړ د ترهګرۍ،د وژنو ،د خلکو د وژنو د هڅې ،دسرکار په کار کې دلاس وهنې اؤ یو شمیر نورې دفعې هم لګول شوي دي

محسن داوړ ویلي” که نن نه ؤ نو زه به سبا پیش کیدم،ځکه چې دا یوه قانوني تقاضه وه، ما ورته ویلي چې زه داحتساب نه نه ویریږم ،داحتساب نه دوئ ویریږي، پلټنې دې وشي نو بیا به پخپله معلومه شي چې چا څه کړي دي”

تر دې وړاندې روانه اوونۍ پوځ په شمالي وزیرستان د بویا سیمې په خړ کمر امنیتي پوسته د پي ټي‌ ایم یو بل مهم مشر اؤ دپارلیمان غړی علي وزیر هم سره دنورو لسو کسانو نیولی اؤ وروسته یې پولیسو ته سپارلی ؤ.

علي وزیر اؤ محسن داوړ دهاغه قافلې مشري کوله چې سیمه کې دناامنۍ په ضد جوړ احتجاجي پرلت کې دګډون دپاره روانه وه.

په دغه قافله پوځ ډزې کړې وې چې دپي ټي ایم د مشرانو د دعوې له مخې پکې دیارلس کسان وژل شوي اؤ ۴۰ نور ژوبل شوي وؤ خو پوځ د درېوؤ کسانو وژنې اؤ دلسو نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی خو ددې ترڅنګ یې دا هم منلې چې دسیمې نه یې په ګولیو د ویشتل شوؤ پینځوؤ نورو کسانو مړي هم ترلاسه کړي دي

پوځ دعوه کړې چې دپي‌ ټي ایم مشرانو په امنیتي پوسته برید کړی ؤ چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي دي.

ددغه پېښې نه وروسته سیمه کې دعامو خلکو احتجاجي پرلت روان ؤ خو محسن داوړ وایي چې تیره شپه ورته حکومتي جرګه په ننواتي ورغلي وه اؤ دغه پرلت یې په موقت ډول ختم کړی دی.

د محسن داوړ وینا وه چې” یوه روژه وه، بله د اختر مخه ده اؤ په سیمه کې په خلکو ډیر ظلم جبر پیل کړل شوی ؤ نو ځکه د ولسي تکلیف د احساس له مخې اؤ د جرګې دننواتې منلو له امله په موقت ډول دغه احتجاجي پرلت ځنډول شوی دی”

د پي ټي ایم د مشرانو د نیونې اؤ د وزیرستان دپېښې په ضد په ګرد هیواد کې د پي ټي ایم فعالینو اؤ دپښتون قام پرسته سیاسي ګوندونو غړو احتجاج کړی اؤ ریاست یې پښتنو سره په ناروا سلوک تورن کړی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG