لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړيوال کپ: پاکستانۍ لوبډله په لمړۍ سيالۍ کې د ویسټ انديز سره مخامخ کيږي


د کرکټ نړيوال کپ سیالۍ په رسمي ډول پرون د زيارت په ورځ پېل شوي او نن د جمعې په ورځ پاکستانۍ لوبډله په خپله لمړۍ او د ټورنامنټ په دوېمه سيالۍ کې د ويسټ انډيز لوبډلې سره مخامخ کيږي.

پاکستانۍ لوبډله په داسې حال کې خپله لمړۍ سیالي کوي چې د تېرې جمعې په ورځ يې په تمریناتي سیالۍ کې د افغانستان د لوبډلې نه ماتې خوړلې وه.

د يادې تمریناتي سيالۍ لمړی بيټنګ پاکستانۍ لوبډلې کړی ؤ او افغان لوبډلې ته يې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۳ رنزونو هدف ورکړی ؤ چې دغه هدف افغان لوبډلې په اووه لوبغاړو سوځېدو په وروستي اوور کې پوره کړی ؤ.

د رپوټونو ترمخه د کرکټ په تاريخ کې د پاکستان او ویسټ انډيز کرکټ لوبډلې له دې وړاندې په يو ورځنيو سياليو کې ۱۳۳ ځله يو بل ته مخامخ شوي دي.

په ۱۳۳ سياليو کې ۶۰ پاکستان او ۷۰ ويسټ انډيز ګټلي او درې سيالۍ بې د کومې نتيجې ختمې شوي دي.

خو د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستيو لسو سیاليو کې پاکستان اته ګټلي دي.

ويسټ انډيز د روان نړیوال کپ په دوه تمریناتي سیاليو کې په يوه کې نيوزي لېنډ ته ماتې ورکړې او بله د باران له امله پای ته نه وه رسېدلې.

د پاکستان دوېمه تمريناتي سيالي چې د بنګله دېش سره ټاکل شوې وه هم د موسم له امله نه وه شوې.

د کرکټ وېب پاڼې ترمخه د ننۍ سيالۍ دپاره د پاکستان په ممکنه لوبډله کې شامل لوبغاړي به امام الحق، فخر زمان، بابر اعظم، حارث سهېل، (کپتان) سرفراز احمد، محمد حفيظ يا عماد وسيم، اصف علي، شاداب خان، محمد عامر، حسن علي او وهاب رياض وي.

د ويسټ انډيز په لوبډله کې د کپتان جېسن هولډر په مشرۍ کرس ګېل، ډېرن برايوو، انډری رسل او نور لوبغاړي شامل دي.

سيالي به د پاکستان په وخت ماسپښين په دوه نيمې بجې پېل کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG