د شمالي وزيرستان مرستیال کمشنر د ۲۶ مې د خړ کمر د پېښې په اړوند خپل رپوټ کې ويلي، چې د دغه پېښې زمه وار د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پارلیماني غړي محسن داړو او علي وزير دي.
د ډان د رپوټ ترمخه په (شمالي وزیرستان کې د نښتې او مرګ ژوبلو) د سرخط لاندې جوړ رپوټ په ۲۸ مې جمع کړی شوی چې پکې ويل شوي په دغه پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي وو.
د پاکستان پوځ په ۲۶ مې د خړ کمر د پېښې په اړوند ويلي ؤ چې د محسن جاوېد (داوړ) او علي وزير په مشرۍ ګڼو کسانو د شمالي وزيرستان د بويه علاقې په خړ کمر کې په پوځي چيک پوسته بريد کړی او بيا د ډزو په نښته کې درې تنه وژل شوي، او د پينځه پوځيانو په ګډون پکې ۱۵ تنه ژوبل شوي وو.
د پېښې په دوېمه ورځ پوځ ویلي ؤ د خړ کمر د چيک پوستې سره نزدې پينځه نور مړي ترلاسه شوي وو.
خو د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ويلي ؤ په دوي باندې د خړ کمر په چيک پوسته پوځ د شا اړخ نه نېغې ډزې کړې وې.
هغه ويلي ؤ د پوځ په ډزو کې ۱۳ کسان وژل شوي او د ۴۰ نه زيات ژوبل شوي وو.
د شمالي وزيرستان د مرستيال کمشنر د يادې پېښې په اړوند رپوټ کې هم د وژل شوؤ شمېره ۱۳ او د ژوبلو شمېره ۲۵ ښودل شوې ده او ویل شوي چې يو پوځي سرتېری وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي وو.
د مرستيال کمشنر په رپوټ کې تور لګول شوی چې د محسن داوړ او علي وزير سره احتجاج کوونکو په چيک پوسته په پوځيانو ګټې ورولي او ډزې کړې وې.
خو د پي ټي اېم مشران دغه تورونه ردوي او وايي د دوي سره هيڅ ډول وسله نه وه ډزې يې څنګه کړي دي.
د بشري حقونو ادارې (اېچ ار سي پي)، اېمنسټي انټرنېشنل او هيومن رايټس واچ غوښتي چې د پېښې بې طرفه څيړنه دې وشي.
د پي ټي اېم لخوا د يادې پېښې پرضد په شمالي وزيرستان کې احتجاجي پرلت پېل کړی شوی او د پېښې د عدالتي کمېشن د لارې د پلټنو غوښتنه يې کوله.
خومحسن داوړ ويلي دغه احتجاجي ناسته یې د شورو، چارشنبې په شپه وروسته له هغې ځنډولې چې حکومتي جرګه ورته په ننواتې ورغلې وه.
نوموړي پرون د زیارت په ورځ پوليس ته په خپله ګرفتاري ورکړې ده، د محسن داوړ او علي وزیر پرضد د یادې پېښې مقدمه درج کړی شوې وه.
علي وزير د پېښې په موقع نيول شوی ؤ. دوي دواړه دا وخت د پوليس سره په بدني ريمانډ باندې دي.
پي ټي اېم په پېښور کې احتجاجي پرلت پېل کړی چې د دغه پېښې بې طرفه پلټنې دې وشي او په پېښه کې په نخښه شوؤ ته دې انصاف ورکړی شي.
د پاکستان زياتره سياسي ګوندونو د یادې پېښې غندنه کړې، د ملک په ډېرو برخو کې د پېښې پرضد احتجاجي مظاهرې شوې او د خېبر پښتونخوا او بلوچستان وکيلانو يوه يوه ورځ کاربنديز کړی او عدالتونو ته نه ؤ حاضر شوي.
د راپورونو ترمخه د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د قامي اسمبلۍ سپيکر ته خط ليکلی چې د علي وزیر او محسن داوړ دپاره دې پارلیمان ته د حاضرېدو امر وکړي.