لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرزي دفتر وایي طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړی،خو طالبان ترې انکار کوي


دافغانستان دپخواني ولسمشرحامدکرزي د دفتر څخه مطبوعاتو ته په لیږل شوي یو بیان کې دعوه شوې ده چې طالبانو د داختر په ورځو کې د درېوؤ ورځو اوربند اعلان کړی دی خو طالبان دکرزي ددفتر دا دعوه ردوي اؤ وایي چې داوربند هیڅ پرېکړه یې نه ده کړې.

دکرزي ددفتر څخه په خپور شوي بیان کې دطالبانو له اقدام څخه هرکلی شوی اؤ داوربند ګام ستائیل شوی دی.

په بیان کې پخوانی ولسمشرحامد کرزي دافغانستان دملي یوالي له حکومته هم غوښته کړې چې دښه نیت په ښودلو سره داختر په ورځو کې د ورته اقدام په ترسره کولو سره د اوربند اعلان وکړي.

خو دطالبانو دتحریک ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د اوربند اعلان خوشې اوازې ګرځولي اؤ ویلي یې دي چې طالبانو د اوربند په اړوند هیڅ پرېکړه نه ده کړې.

تر دې وړاندې په تیر وړوکي اختر کې طالبانو افغان دولت سره د درې ورځنی اوربند کړی ؤ چې افغان ولس ددې اقدام څخه په خلاص مټ هرکلی کړی ؤ اؤ دافغان دولت اؤ طالبانو یې غوښتنې کولې چې درې ورځنی اوربند باید نور هم وغځوي خو طالبانو له اوربند غځولو انکار کړی ؤ.

دطالبانو د اوربند په اړوند د حامد کرزي دفتر خپل بیان وروسته له هغې جاري کړی چې روانه اوونۍ دکرزي په مشرۍ افغان سیاسي مشرانو مسکو کې دیوې غونډې په جریان کې طالب مشرانو سره ولیدل اؤ‌ په بیلابیلو چارو یې ورسره خبرې وکړې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG