لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمحسن داوړ اؤ علي وزیر دپارلیمان دغړیتوب ختمولو په غوښتنه پارلیمان کې سخت احتجاج شوی


دجمعې په ورځ چې کله قامي اسمبلۍ کې دحکومتي ګوند پښتون وزیر علي محمد خان پخپله وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو علي وزیر اؤ محسن داوړ د پارلیمان دغړیتوب ختمولو غوښتنه وکړه نو اپوزیشن ګوندونه په دغه غوښتنه راوپاریدل اؤ پارلیمان کې یې سخت احتجاج وکړو.

روانه اوونۍ شمالي وزیرستان کې دپوځ لخوا د پي‌ ټي ایم په غړیو د ډزو دپېښې راپدیخوا اوس څېړونکي وایي چې حکومت په دغه معامله یوازې دمرکز پښتنو وزیرانو علي محمد خان، مراد سعید اؤ شهریار اپریدي اؤ دخیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ته دخبرو کولو اجازه ورکړې ده ترڅو دپي‌ ټي ایم تګلارو سره دپښتنو دمخالفت تاثر ورکړل شي.

دمملکت وزیر علي محمد خان اسمبلۍ ته پخپله وینا کې په افغانستان اؤ دپي‌ ټي‌ ایم په مشرانو سختې نیوکې وکړې اؤ وئ ویل” کله چې دپاکستان دیو بچي(طاهر داوړ) مړی دافغانستان څخه وموندل شو نو داین ډي ایس دغه مړی دافغانستان لاسپوڅپو ته وسپارلو”

تیرکال اسلام اباد څخه دټښتول کیدلو وروسته چې کله دپښتون پولیس افسر طاهر داوړ مړی دننګرهار د دور بابا ولسوالۍ نه وموندل شو نو افغان دولت هغه مهال دهغه مړی دپاکستان دولت ته دسپارلو پځائ دطاهر داوړ قام ته سپارلی ؤ چې مشري یې محسن داوړ کوله.

داسمبلۍ په ننۍ غونډه کې هم د طاهر داوړ د وژنې معامله راپورته شوې اؤ داسمبلۍ غړي خرم دستګیر پوښتنه کړې چې اخر څنګه ایس پي طاهر داوړ د دوؤ صوبو نه په خوندي توګه واړول شو اؤ افغانستان ته ورسول شو؟

هغه وویل قام ته دطاهر داوړ په وژنه دحقیقت ویل کیدلو ډډه کولی شي اؤ حکومت په دې معامله ځان غلی کړی دی .

خو حکوتي وزیر شهریار اپریدي وویل که اسمبلۍ کې دطاهر داوړ د وژنې په اړوند دپام راګرځول نوټس جمع کړل شي نو حکومت به په دغه اړوند پارلیمان خبر کړي.

دمملکت وزیر علي محمد خان علي وزیر اؤ محسن داوړ ته په اشاره وویل “ددې پارلیمان غړي دپاکستان ریاست له په مقابله ورځي، اؤ دچا په وجه چې فساد خور شو هغوئ دې پارلیمان کې دناستې هیڅ حق نه لري”

هغه وویل “هم ددوئ په وجه خلک ووزل شول، د دوئ جلسو ته د پاکستان بیرغ نه پرېښودل کیږی،داسې خلک پاکستان کې داوسیدلو حق هم نه لري”

کله چې علي محمد خان د علي وزیر اؤ محسن داوړ په ضد دغه وینا کوله نو داپوزیشن ډلو غړي په دغه وینا راوپاریدل اؤ احتجاجي نعرې یې ووهلې خو داحتجاج باوجود چې علي محمد خان خپلې وینا ته دوام ورکړو نو دمخالفې ډلې غړو د اسپیکر د میز څخه ګیره تاو کړه اؤ دحکومت په ضد یې سخت شعارونه ورکړل .

پارلیمان کې داپوزیشن ګوندونو دسخت احتجاج نه وروسته مرستیال اسپیکر تاوژن وضعیت ته په کتلو سره داسمبلۍ غونډه تر نامعلومې مودې وځنډوله.

د تیر اتوار په ورځ دشمالي وزیرستان په بویه سیمه کې په خړ کمر امنیتي پوسته پوځيانو په مظاهرینو ډزې کړې وې چې دپي ټي ایم دمشرانو په وینا په دغو ډزو کې دپي ټي‌ ایم ۱۳ غړي وژل شوي اؤ۴۰ نور ژوبل دي خو پوځ دغه پېښه کې د درېوو کسانو د وژنې اؤ د۱۰ نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی.

ددغه پېښې نه وروسته امنیتي ځواکونو دپارلیمان غړي اؤ د پي‌‌ ټي ایم مشران محسن داوړ اؤ علي وزیر نیولي اؤ محکمې هغوئ په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلي دي.

څیړونکي وایي د شمالي وزیرستان په پېښه غیر پښتانه وزیران د څه ویلو څخه منعې کړل شوي اؤ یوازې دمرکزي حکومت درېوؤ پښتنو وزیراانو مراد سعید،شهریار خان اپریدي اؤ علي محمد خان ته په دغه هکله دخبرو کولو اجازه ورکړل شوې اؤ په خیبر پښتونخوا صوبه کې دا ذمه واري د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ته سپار شوې ده.

د څیړونکو په وینا حکومت ددغه لارې دوه هدفونه ترلاسه کول غواړي ، لمړی دا چې نړۍ ته تاثر ورکړي چې په پاکستان کې پښتانه محکوم یا دظلم سره مخ نه دي بلکې په حکومتي ماڼیو کې لوړې عهدې لري اؤ هغوئ دپاکستان دپوځ نه خوشحاله اؤ دپي‌ ټي‌ ایم د تګلارو مخالف دي.

څیړونکي دا هم وایي چې په پښتنو وزیرانو د وزیرستان دپېښې په هکله دجنجالي بحثونو یو هدف دا هم دی چې پښتانه خپلو کې وویشل شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG