لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خليلزاد د اشرف غني او عمران خان د ليدنې هرکلی کړی


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د ليدنې هرکلی کړی دی.

د اشرف غني او عمران خان ليدنه پرون د جمعې په ورځ په سعودي عرب کې د اسلامي هېوادونو د تنظيم (او ايي سي) د غونډې په څنډه کې شوې ده.

خليلزاد په ټويټر ويلي، د افغانستان او پاکستان ښې اړیکې د پانګونې عملي کېدو او سيمې د يو بل سره تړون او فرصتونو برابرولو دپاره مهمې دي. او امریکا د افغانستان د سولې د بهير مرستې ته تياره ده.

د افغان ولسمشر د پاکستان د وزیراعظم سره ليدنې په اړوند د افغانستان صدارتي ماڼۍ ويلي،

په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سیمه ییزه اړيکو، سوداګرۍ، سولې، امنیت او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د دې ترڅنګ دواړو لوریو ټینګار وکړ چې په نزدې راتلونکي کې به پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر په مهال په دغو موضوعاتو تفصيلي بحث وشي.

ويل شوي عمران خان په ليدنه کې یو ځل بیا د باثباته افغانستان په برخه کې د خپل هیواد ژمنه څرګنده کړه.

ارګ ویلي، ولسمشرغني د پاکستان فضایي حدودو څخه هند ته د افغانستان د الوتکو د پروازونو په ستونزه د عمران خان سره خبرې کړي او خان ورسره ژمنه وکړه چې د دې ستونزې حل ته به توجه وشي.

د يادې ليدنې په اړوند د پاکستان دولتي خبري ادارې (ای پي پي) ويلي، په ياده ليدنه کې د پاکستان او افغانستان د دوه اړخيزه اړيکو، د افغانستان د روغې جوړې د عمل او د سيمې په اړوند خبرې اترې شوي دي.

عمران خان د افغانستان د تل پاتې سولې په اړوند د پاکستان د عزم څرګندونه کړې او ويلي يې دي پاکستان په افغانستان کې د سياسي حل لارې دپاره د افغان حکومت او اولس په مشرۍ د سولې د عمل ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG