لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان میډیا د ججانو په ریفرنس دڅه ویلو نه منعې کړل شوې


پاکستان کې دبرقي میډیا د څار دولتي ادارې پیمرا میډیا منعې کړې ده چې د اعلی عدلیې دججانو په ضد سپریم جودیشل کونسل کې د جمع کړل شوې دوسیې یا ریفرنس په اړوند به هیڅ رقم تبصرې اؤ تجزیې نه کوي.

دپاکستان د خبریالانو مرکزي تنظیم پي ایف یو جی وایي هیواد کې لکه د نورو ادارو دمیډیا د ازادۍ تروړلو هڅې هم روانې دي اؤ نن صحافت د دومره ډیرو بندیزونو سره مخ دی چې تصور یې نه شي کیدلی.

دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي روانه اوونۍ سپریم جوډیشل کونسل ته د سترې محکمې دیو قاضي فائزعیسی اؤ د سندهـ دایالتي محکمې دقاضي کی کی اغا په ضد یو ریفرنس جوډیشل کونسل ته لیږلی چې پکې په دغو قاضیانو د هیواد نه بهر دخپلو پنګو د پټ ساتلو تور لګول شوی.

خو دپاکستان سینیټ د یادو قاضیانو سره د یووالي ښودلو په توګه د جمعې په ورځ یو قرارداد منظور کړی اؤ له حکومت یې غوښتي چې دا ریفرنس باید بیرته واخلي.

په پاکستان کې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو د قاضیانو په ضد حکومتي ریفرنس د ازادې عدلیې دمخې نیولو هڅه ګرځولې اؤ دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري تور لګولی چې دهیواد اصل واکمنه طبقه په ټولو ادارو قبضه کول غواړي.

دسیاسي ګوندونو مشران که هرڅو زیاتره نومونه نه اخلي چې د هیواد اصل واکمنه طبقه څوک ده ؟ خو اشاره یې پوځ ته وي اؤ وزیراعظم عمران خان ته ښه ښکاره د “سلیکټيډ” خطاب کوي

دپیمرا لخوا دمیډیا مشرانو ته دیو لیک دلارې ویل شوي چې که کوم چینل هم د ججانو د ریفرنس په اړوند شوګانې یا تجزیې وړاندې کړی اؤ په ضد به یې قانوني کارروایي کولی شي.

په پاکستان کې ځینې څيړونکي په دې نظر دي چې دکومو قاضیانو په صد ریفرنس دائر کړل شوی هغوئ به تیرو وختونو کې ځېنې داسې فیصلې ورکړې وې چې دپوځ په ضد تللې .

دپاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس مرستیال صدر ښاغلي بخت زاده یوسفزئ وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ویلی چې پاکستان کې دامهال میډیا د سختو بندیزونو اؤ فشارونو لاندې راغلې ده اؤ په نااعلانه ډول دميډیا دومره سخت سنسر شپ روان دی چې شاید له دې وړاندې کله هم داسې نه ؤ شوی.

ښاغلي یوسفزي وویل” دلته خبروه یوازې دعدلیې،یا پارلیمان د بالادستۍ نه ده ، کومو قوتونو چې دپارلیمان اؤ عدلیې بالادستۍ ته خطرې راولاړې کړي دي هغوئ میډیا هم دمرۍ نه نیولې ده اؤ ړق ترې نه شي وهلی”

نوموړی وایي دا وخت په پاکستان څومره اړی ګړی روان دی،خو دپاکستان میډیا مجبورا ده چې حقیقتونه به پټوي اؤ‌ یوازې هغه څه به وایي چې د یو اړخ په ګټه تمامیږي، اؤ دې شي دپاکستان دمیډیا حیثیت ته دومره تاریخي زیان ورسولو چې خلک اوس په هیڅ صورت دپاکستان په میډیا باور کولو ته تیار نه دي.

بخت زاده یوسفزي وویل په تاریخ کې دصحافت په مرۍ ډیرو امرانو د زور کولو هڅې کړي دي خو دغه امران پخپله نیست اؤ نابود شوي اؤ صحافیان د حق لارې نه نه دي اوختي اؤ اوسنو حالاتو کې به هم صحافیان د صحافت د ازادۍ دپاره خپله مبارزه دوامداره ساتي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG