لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:دپوځ په ګاډي ډزو اؤ بمي برید کې یو پوځي وژل شوی


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان دخیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان سیمه کې دپاکستاني پوځ په یو ګاډي ډزو اؤ دمائن برید کې یو پوځي وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ د خالي په ورځ خپل یو بیان کې ویلي دغه برید دشمالي وزیرستان بویا سیمه کې شوی اؤ پېښه کې د وژل شوی پوځي پیژندګلو د سپاهي عامل شاه په نوم شوې ده.

بویا د شمالي وزیرستان هغه سیمه ده چې دتیر اتوار په ورځ‌ پکې دپي‌ ټي ایم په فعالینو پوځ ډزې کړې وې اؤ په دغو ډزو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي وؤ.

دپاکستان بوځ وایی د شمالي وزیرستان بیلابیلو سیمو کې دتیرو څو ورځو راپدیخوا د ترهګرۍ پېښې سیوا شوي اؤ د تیرې یوې میاشتې په مهال دترهګرو بریدونو کې پینځه پوځیان وژل شوي اؤ ۳۱نور ژوبل شوي دي.

خو له دې وړاندې د پاکستان پوځ دعوې کولې چې په شمالي وزیرستان کې یې دترهګرو ملا ماته کړې ده اؤ هغوئ اوس دمنظمې ترهګرۍ جوګه نه دي پاتې شوي.

په پوځ د بریدونو دا اطلاعات په داسې حال کې مخې راځي چې دسیمې خلک وایي په شمالي وزیرستان کې پوځ دعامو خلکو څخه وسلې ټولې کړي اؤ اوس دغلته دپوځ نه علاوه هیڅوک دځان سره وسله نه لري.

پوځ په شمالي وزیرستان کې د ورانکارو د نیولو په نوم دعملیاتو لړۍ هم دوامداره ساتلې ده خو د پي‌ ټي ایم مشران تور لګوي چې په دغو عملیاتو کې پوځ دسیمې بېګناه خلک نیسي اؤ دخلکو بې عزتۍ کوي.

په ۲۵مه مئ چې د خړ کمر کومه خونړۍ پېښه رامخې ته شوې وه دهغې علت هم دپوځ لخوا عملیاتو کې دنیول شوؤ خلکو دپرېښودلو دپاره دسیمې دخلکو احتجاج کول وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG