لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاؤ بيا د سیمې او نړۍ د هېوادونو سفر پېل کړی


د افغانستان د سولې دپاره د امریکا د بهرنیو چارو وازرت ځانګړي استازي د افغانستان په ګډون پاکستان، جرمني، قطر، متحده عربي اماراتو او بيلجیم هېوادونو ته په سفر روان شوی دی.

د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ويلي چې د زلمي خلیلزاد دا سفر چې دووه اوونۍ به دوام ولري د می د میاشتې په ۳۱ پېل شوی او د جون د میاشتې تر ۱۶ به دوام ولري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې سفر کې به زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د سیمې د هېوادونو همکاري ترلاسه کړي.

د افغان د سولې دپاره د امریکا د ځانګړي استازي د سفر په ايجنډا کې په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره خبرې کول شامل دي.

زلمي خلیلزاد په یوه تازه ټویټ کې ویلي چې په دې سفر کې هڅه کوي چې د افغانستان د سولې پروسه چټکه شي او دسیمې د هیوادونو همکاري بهیر پراختیا پېدا کړي.

نوموړي په دوه پرله پسې ټویټونو کې لیکلي چې دوو موضوعات به دکار لومړیت وي چې یو به په کې د سولې لپاره نړۍ او سیمه سره یوځای کوي او دویم د ښکیلو دواړو خواوو ترمنځ به د سولې تګ لاره وروستۍ کوي.

​ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به روانه اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي او ويل کیږي نوموړی به په دغه سفر کې د پاکستاني چارواکو څخه وغواړي چې د سولې په پروسه کې خپله همکاري زیاته کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پاکستان ته سفر لري خو لایې د سفر کره نیټه تراوسه نه ده ټاکل شوې خو یوې حکومتي سرچینې ویلي ښايي دا سفر له اختر نه وروسته ترسره شي.

XS
SM
MD
LG