لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سېول ادارې مکمل تباه دي، فواد چودري


د پاکستان د سائنس او ټېکنالوجۍ وزير وايي، د ملک سېول يا غېر پوځي ادارې مکملې تباه دي، او په راتلونکو دوه کلونو کې د دې ادارو د ښه کېدو هيڅ هيله نشته.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مرکزي وزير فواد چودري ويلي د هرې ادارې جايزه چې اخیستل کيږي د خپلولۍ او سفارش نه پکې کار اخیستل شوی لوبې ورسره شوي دي.

هغه ويلي وزیراعظم ته ټوټې ټوټې نظام په لاس ورکړی شوی دی. هغه دا هم ويلي که نظر واچول شي د پاکستان سره ازاد شوي ملکونو دا وخت چرته ولاړ دي.

فواد چودري ته په ځواب کې خلکو ويلي چې د تحریک انصاف د حکومت يوې وزيرې زرتاج ګل د خپلې خور دپاره د ترهګرۍ ضد قامي ادارې ته د دندې ورکولو دپاره خط لېږلی دی د تحریک انصاف په حکومت کې هم دغه کار روان دی.

د ساينس او ټېکنالوجۍ وزير دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې تېره ورځ يې د پاکستان يو ټيلي ويژن چېنل سره په مرکه کې ويلي ؤ چې مهمې فېصلې غېر منتخب خلک کوي.

فواد چودري ويلي د حکومت سياسي فېصلې يې کمزورې دي ممهې فېصلې کیږي خو دوي نه وي خبر، ښه والي ته اړتيا لري چې څنګه ښې فېصلې وکړی شي.

فواد چودري له دې وړاندې د اطلاعاتو وزیر ؤ.

د تحریک انصاف ګوند مرکزي وزير د خپل حکومت په اړوند دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د حکومت مخالفه ګوندونه د وزيراعظم عمران خان حکومت د منتخب شوي په ځای د سېلېکټډ يا ټاکل شوي وزیراعظم په نوم يادوي.

مخالفه ګوندونه وايي د تحریک انصاف ګوند څخه حکومت نه چليږي او د اقتصادي پاليسيو د نیوکو ترڅنګ پرې داسې ټکونه کوي چې ياد ګوند په حکومت کې د راتلو نه وړاندې کومې ژمنې کړې وې په يوه پوره کولو کې هم نه دی کامياب شوی.

مخالفه ګوندونه وايي د اختر نه وروسته د حکومت پرضد د احتجاجي تحريک پېلولو پلان لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG