د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهير په تړاؤ خبرې اترې کړي دي.
زلمي خليلزاد نن د اتوار، يکشنبې په ورځ په اسلام اباد ک د پاکستاني چارواکو سره ليدلي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند محمد فېصل ویلي د امریکايي سره د پاکستان پلاوي ليدلي او د افغانستان د سولې د خبرو ترڅنګ يې ورسره په دوه اړخيزه چارو خبرې اترې کړي دي.
هغه ویلي د پاکستاني پلاوي مشر د بهرنيو چارو د وزارت اډيشنل سيکرټري افتاب کهوکهر د وزيراعظم عمران خان دريځ وړاندې کړی او ويلي يې دي.
د افغانستان د سولې د عمل په ګډون د سيمې د امن دپاره پاکستان د روغې جوړې رول ترسره کوي.
نوموړي سيکرټري مشوره ورکړې چې ټول فريقېن دې په سیمه کې د لسيزو راهسې روانې جګړې د ختمولو دپاره د مسلې سياسي لارې اړخ ته لاړ شي.
د وزارت د بيان خليلزاد ويلي، د سيمې د تل پاتې سولې دپاره د پاکستان رول ډېر مهم دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د زلمي خلیلزاد دا سفر چې دووه اوونۍ به دوام ولري د می د میاشتې په ۳۱ پېل شوی او د جون د میاشتې تر ۱۶ به دوام ولري.
امریکا ویلي چې په دې سفر کې به زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د سیمې د هېوادونو همکاري ترلاسه کړي.
ویل شوي د افغان د سولې دپاره د امریکا د ځانګړي استازي د سفر په ايجنډا کې په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره خبرې کول شامل دي.