لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:تروریستان دمخامخ جګړې پرځائ په ولسي وګړو دبریدونو له لارې خپله دښمني ښايي


Afghanistan President Ashraf Ghani
Afghanistan President Ashraf Ghani

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي تروریستان د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جنګ پرځای پر ملکي وګړو بریدونه کوي او په خپلو دغو ناوړه کړنو، ملکي وګړو سره خپله دښمني ښایي.

د دوشنبې په ورځ کابل کې د اداري اصلاحاتو اؤ ملکي خدمتونو دکارکوونکو‌ په موټر د تروریستې برید نه وروسته دخپلې خواخوږۍ په یو بیان کې افغان ولسمشر ویلي تروریستي ډلې حتی د روژې مبارکه میاشت کې هم خپل نامشروع جنګ ته ادامه ورکړه او زموږ د روژتي او بې ګناه هیوادوالو له وژلو یې لاس وانه خستو

کابل کې د اداري اصلاحاتو اؤ ملکي خدماتو د ادارېد دکارمندانو په ګاډي د دوشنبې په ماسپښین د ماين یوه چاودنه شوې وه چې پکې ددغه ادارې پینځه غړي وژل شوي اؤ نهه نور ژوبل شوي دي.

ولسمشر اشرف غني پخپل بیان کې دا یو وحشیانه اؤ د اسلامي ارزښتونو خلاف برید اؤ بشري جنایت بللی دی.

ښاغلي غني د دې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون سره د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته پېښه کې د وژل شوؤ کسانو کورنیو ته د رسید او د ټپیانو د درملنې په موخه لازمې لارښوونې کړي دي.

په کابل کې دترسره شوي دې برید پړه تر اوسه هیڅ یوې ډلې پرغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې په دولتي مامورینو، ودانیو اؤ‌ امنیتي قواؤ شوؤ بریدونو کې د زیاترو پړه طالبانو په غاړه اخستې ده.

په نزدې ورځو کې د افغانستان بیلابیلو سیمو اؤ په ځانګړي ډول کابل کې د چاودنو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې ده اؤ اؤ دامریکا غږ د پښتو څانګې دخبر له مخې په نزدې ورځو کې په کابل کې دا شپږمه چاودنه ده چې یو شمیر خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په افغانستان کې د بدامنۍ دا پېښې په داسې حال کې کیږي چې د وړوکي اختر په رارسیدلو سره افغان سیاسي مشران اؤ عام خلک دحکومت اؤ مخالفو وسله والو نه غوښتنې کوي چې باید د اختر په احترام لکه دتیرکال په څیر سږکال هم په وړوکي اختر کې اوربند اعلان کړي خو طالبانو اؤ افغان دولت لا دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ویل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG