لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاسم علي خان جومات سبا سه شنبه وړوکی اختر اعلان کړو


دپېښور د قاسم علي خان جومات نه دشوال دمیاشتې د ۲۲ شهادتونو په اساس سبا دنهې یا سه شنبې په ورځ د وړوکي اختر د نمانځلو پرېکړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د هیواد دمیاشت لیدنې دولتي کمیټه سبا دنهې په ورځ د شوال دمیاشتې لیدنې دپاره خپله غونډه د مفتي منیب الرحمان په مشرۍ کوي اؤ دمیاشتې دلیدلو شهادتونه یې ترلاسه کړل نو بله ورځ به دپاکستان حکومت په رسمي ډول اختر کوي.

په پاکستان کې هرکال روژه اؤ اختر دمیاشتې دلیدنې پسر داختلافاتو ښکار کیږي اؤ دپښتنونخوا صوبې په زیاتره سیمو کې روژه اؤ اختر په یوه ورځ اؤ په پنجاب کراچۍ اؤ بلوچستان په بله ورځ وي.

نن د ماښام د نمونځ نه وروسته دپېښور په قاسم علي خان جومات کې د سیمه ییزې رویت هلال کمیټۍ غونډه د مفتي شهاب الدین پوپلزئ په مشرۍ وشوه چې پکې ګڼ شمیر دیني عالمانو برخه واخستله.

په قاسم علي خان جومات کې موجود د وائس اف امریکه خبریال مدثر شاه وایي کمیټې د ۲۲ شهادتونو په بنیاد د نهې په ورځ د وړوکي اختر پرېکړه وکړه چې اعلان یې په څو شیبو کې کیږي.

دقاسم علي خان جومات ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو اؤ قبائیلي ضلعو کې هم د وړوکي اختر سبا د وړوکي اختر اعلانونه شوي دي.

د ډیوه نیوز دخبریالانو له مخې د پېښور، بنو، کرک،اورکزو، چارسدې، خیبر ،هنګو، شمالي وزیرستان اؤ یو شمیر نورو سیمو څخه تر ۱۰۰ؤ زیات د شوال دمیاشتې د لیدلو شهادتونه ترلاسه شوي دي.

دخیبر ایجنسۍ په لنډیکوتل سیمه کې د پاکستان د مذهبي چارو د مرکزي وزیر مولانا نورالحق قادري دجومات نه هم سبا د نهې په ورځ داختر اعلان شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې سبا په افغانستان ، سعودي عرب، خلیجي ،هیوادونو، امریکا اؤ یو شمیر اروپائي هیوادونو کې هم مسلمانان د وړوکي اختر لمړۍ ورځ نمانځي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG